تاند- د افغانستان جمهوري ریاست او د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې د ملا عمر مړینه رسماً تاییدوي.

د د ولسمشرۍ دفتر او د ملي امنیت ریاست تر دې اعلان څو ساعته مخکې د ولسمشر غني مرستیال ویاند خبریالانو ته وویل چې د ملاعمر د مړینې پر راپورونو څېړنه کوي او ژر به دقیق حال اعلان کړي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب صدیقي وویل، ملا عمر د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې په مرموز ډول ساه ورکړې ده.

ده وویل:«موږ رسماً تاییدوو چې ملا عمر مړ شوی دی.»

ښاغلي صدیقي وویل چې پخوا هم شکونه ول چې ملا عمر ژوندی نه دی او ده خپل شکونه له رسنیو سره شریک کړي هم وو.

د ملي امنیت ویاند وویل چې د ملا عمر مړینه بهرنیو سرچینو هم تایید کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ملا عمر د ۲۰۱۳ په اپریل کې مړ شوی دی.

مخکې ویل شوي و چې پاکستان د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی چې ملا عمر مړ دی.

د طالبانو ویندوی دا تازه خبر رد یا تایید نه کړ خو ویې ویل چې وروسته به په دې اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل الله وویل چې دوی هم هڅه کوي چې د ملا عمر د مړینې د خبرونو حقیقت معلوم کړي.

One thought on “د افغانستان حکومت د ملاعمر مړینه رسماً تایید کړه”
  1. که مړ نه وی خدای ج دی رښتېا کړی خدای ج دی نور د افغانستان دا مظلوم ملت دملا عمر ،سېاف،ګلبدېن، عبداله[ ګلمرجان، عطانور او داسی نو ر وغلو او ټوپکمارو نه خلاص کړی او دوۍ دی خدای ج په شرمونو وشرموی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *