هارون چحانسوري - د ولسمشر وبندوی

تاند- د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د یوه شرط په توګه د موقت حکومت د وړاندیز په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /دوشنبه/ وویل چې حکومت د راتلونکي لمریز کال د حمل په یودېرشمه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او د موقت حکومت د جوړېدو او د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه اوازې بې «اساسه» دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن /دوشنبه/ د دوو سرچینو په قول په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي چې د ستار سیرت په مشرۍ دې موقت حکومت جوړ شي.(تفصیل)

تر دې وړاندې نن /دوشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې قطر ته د خپل دوهم سفر او له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

خلیلزاد سیمې ته خپل روان سفر مثبت وباله او ویې ویل«د امریکا متحد ایالتونه به د افغانانو ترمنځ د خبرواترو د پیلېدو

لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي او امریکا به له طالبانو سره په خبرو کې تر ډېره د ملاتړ کوونکي رول په غاړه ولري.»

د ښاغلي خلیلزاد په وینا سولې ته اوس تر بل هر وخت شرایط زیات برابر دي.

د ارګ په خپرپاڼه کې ویل شوي« ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي  او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی .»

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې د دوی د قطر استازي د امریکا د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په هیڅ موضوع کې کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *