تاند- د افغانستان حکومت د ملګروملتو امنیت شورا ته رسمي لیک واستاوه چې د حزب اسلامي د مشر نوم د بندیزونو له لیسته وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته رسمي لیک لېږلی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا دوه میاشتې پخوا له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د موافقې د لاسلیکولو په مهال ژمنه کړې وه چې له امنیت شورا به رسماً وغواړي چې د حکمتیار نوم د بندیزونو له لیسته وباسي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې له اسلامي حزب سره د کړیو ژمنو عملي کېدا به وسله وال طالبان هم وهڅوي چې سولې ته زړه ښه کړي.

د افغانستان حکومت نه دي ویلي چې له حکمتیار سره د سولې د موافقې له لاسلیکه ولې دوې میاشتې وروسته د ملګروملتو امنیت شورا لیک لېږي.

خو ځیني سرچینې وايي چې امنیت شورا ته د رسمي لیک تر لېږلو مخکې ځینو مقدماتي کارونو ته اړتیا وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *