تاند- د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو د نه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ.
ارګ وايي، طالبانو له فرصتونو استفاده ونه کړه او د افغانستان حکومت به له دې وروسته سوله د جګړې په میدان کې لټوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون /دوشنبه/ د ملګروملتو د امنیت شورا له غړیو سره په غرمنۍ مېلمستیا کې وویل«موږ له طالبانو سره نه ږغېږو. کېدای شي د یوې مودې لپاره، ممکن د ډېرې مودې لپاره.»
«طالبان د ښځو او ماشومانو په شمول له یو مخې بېګناه انسانان وژني، له دوی سره خبرې نه شي کېدای.»
ده دغه راز ویلي«د قاتلانو حملې زموږ او زموږ د افغان متحدانو اراده تازه کوي.»
د کابل له وروستیو خونړیو حملو وروسته ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې له ټولو هیوادونو غواړي چې د طالبانو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي.
د ولسمشر غني ویندوی شاه حسین مرتضوي نن وویل، د افغانستان ولسمشر طالبانو ته فرصت ورکړی و چې ورڅخه د سولې د خبرو لپاره استفاده وکړي، خو دا ډله په تروریستي بریدونو له سرې کرښې واوښته.
د مرتضوي په وینا، د افغانستان حکومت دې باور ته رسېدلی چې باید د جګړې په میدان کې د سولې لټه وشي او تروریستي ډلې، چې د افغانانو قتل عام کوي، ورټل شي.
ده همداراز وویل، د افغانستان حکومت به د ولس، سیاسیتوالو، او دیني عالمانو په غوښتنه له ټولو امکاناتو د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره کار واخلي.
مرتضوي وايي، افغانستان په ځلونو د سولې خواستونه کړي، خو نور به د پردیو په اوامرو په افغانستان کې د جنایت کوونکو له ځپلو لاس وانخلي.
پرون ولسمشر غني د اندونیزیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له طالبانو څخه به د وروستیو خونړیو بریدونو غچ واخلي.
په همدې حال کې پرون پاکستان له افغانستان څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې لپاره یو هراړخیز او باوري پلان وړاندې کړي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل «موږ له افغان مشرانو توقع لرو چې د کابل د راتلونکې میاشتې په مهم کنفرانس کې یو جامع وړاندیز وکړي څو پر اساس یې طالبان خبرو ته حاضر شي»
پاکستان په تېرو کلونو کې هم په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو له وژونکو حملو وروسته داسې څرګندونې کړي چې سولې او پخلاینې ته یې هیلې غوړولي دي.
د کتونکو په باور پاکستان په دې ډول غواړي چې د انتقاد ګوته ورته ونه نیول شي او د طالبانو د ساتنې په خاطر تر زیات فشار لاندې رانه وستل شي.
یو چا مخکې په فیسبوک لیکلي وو چې دا پیسې چې د سولې د شورا په لګښتونو لګوي همدا دې د ځوانانو په روزلو ولګوي چې ورشي او د ټالبانو د پلندرانو په منځ کې بریدونه وکړي.