تاند- د افغانستان حکومت نن /شنبه/ د ترکیې د منتخب حکومت ملاتړ وکړ، ویې ویل چې کودتايي هڅې د ولسواکۍ د لارې اصلي خنډونه دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي«افغانستان باور لري چې افغانان او د افغانستان حکومت د کودتاوو ترخه تجربه لري او باوري دي چې د واک لېږد تر ټولو اغېزمنه او سوله ییزه لار انتخابات دي.»

د افغانستان د حکومت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان دولت او ملت باور لري چې کودتايي هڅې د دیموکراسۍ، ثبات او پرمختګ د لارې خنډونه دي، ځکه کابل په ترکیه کې د کودتا پر هڅې اندېښمن دی.

پرون د ترکیې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه خو له کودتاچیانو سره د پوځ د اکثرو غړیو د نه همکارۍ او د ولس د مقاومت په نتیجه کې ناکامه شوه.

خو ولسمشر اردوغان څو شېبې مخکې په خپله ټویټر پاڼه کې له خلکو وغوښتل چې لا هم په واټونو کې واوسي.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر وایې هر وخت د یوې بلي کودتا هڅه کیدای شي نو ځکه لازمه بولي چې د ښار پر واټونو خپله بشپړه څارنه ولري.

د ترکیې سرپرست  لوی درستیز وایې پوځ په پام کې لري د دوی په وینا د موازي حکومت یو شمیر غړي له خپلو دندو لیري کړي.

له موازي حکومته د ده اشاره کسانو ته ده چې د اردوغان د رژیم مخالف جلاوطني  فتح اله ګولن پلوي کوي.

د حکومتي چارواکو په وینا ۱۵۶۳ تنه پوځیان نیول شوي دي. پنځه جنرالان او ۲۹  ډګروالان له خپلو دندو لیري شوي دي.

همداراز ویل شوي چې۹۰ کسان وژل شوي او شاوخوا  ۱۱۰۰ نور ټپیان شوي دي ، خو لا هم حکومت د کودتا د یوې بلي هڅي احتمال نه ردوي

له بلې خوا د پوځ سرپرست لوی درستیز جنرال امیت دُندار په انقرې کې یوې خبري غونډي ته وویل چې ۱۰۴ تنه کودتاچا سرتېري وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *