تاند- د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سرچینې وايي چې په هلمند کې به د کجکي د پراختیا ترڅنګ پر هلمند سین د «پله باغ» برېښناکوټ هم جوړ کړي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت معین امان الله غالب وايي چې په هلمند ولایت کې به د دغه بند د جوړولو کار ژر پیل شي.
ده دا هم ویلي چې د دغه بند د سروې او ډیزاین کار بشپړ شوی او د جوړېدو په صورت کې به ۹۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
د غالب په وینا د دغه بند د جوړېدو بودجه منظور شوې ده.
د انرژۍ د چارو متخصصان وايي چې پر هلمند سین، چې د افغانستان تر ټولو ستر سین دی، ۱۰ نور بندونه هم جوړېدای شي.
د افغانستان حکومت پر ځان د بسیاینې لپاره د بندونو په شان د لویو پروژو د جوړولو هڅې زیاتې کړي دي.
په وروستیو کې د هند په مالي مرسته د سلما بند د هندوستان او افغانستان مشرانو د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې پرانست، ورپسې له یوې تورکۍ (تورکۍ) کمپنۍ سره ۱۵۰ میګاواټو ته د کجکي بند د برېښنا د ظرفیت د لوړولو قرارداد لاسلیک شو.
همداراز د افغانستان حکومت د پنجشېر، سالنګ، کابل او کونړ پر سیندونو د ۱۲ نویو بندونو د جوړولو اراده کړې او ویل کېږي چې د دغو بندونو د جوړولو لپاره یې له نړیوال بانک څخه د څه باندې۷ ملیارد ډالره مالي مرستې ابتدايي موافقه ترلاسه کړې ده. د دغو بندونو د جوړېدو په صورت کې به نه یوازې د ټول افغانستان د برېښنا اړتیا پوره شي بلکې یوه لویه برخه به یې ګاونډیو هیوادونو ته صادره کړي.
خو د افغانستان لپاره د دغو بندونو د جوړولو په خاطر د هغو د مالي سرچینو تر برابرولو د ګاونډیو هیوادونو د ورانکاریو مخنیوی ګران کار دی.
په تېرو کلونو کې ایران او پاکستان، چې د افغانستان پرېمانه اوبه یې خاورو ته بهیږي د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وسیله د بندونو د جوړېدو مخه نیولې ده. دا په داسي حال کې ده چې ایران له دې فرصته په استفادې د افغانستان د سیندونو اوبو ته څو بندونه جوړ کړي دي.
سلامونه مي ومنئ
په هلمند کي د پله باغ بند په کومه سیمه کي رغېږي.
دا خبر ډېر نوی دئ او په هیڅ پروسیجر ئې هلمندیان نه دي خبر.
که مالومات راته راکړئ.
مننه!