چاریکار ښار

تاند- د افغانستان حکومت په پروان ولایت کې د وسلو پر یوې دیپو د امریکايي پوځیانو د دوشنبې د ورځې د حملې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

الوزول شوې دیپو د بایان په سیمه کې د یوه پخواني جهادي قومندان جان احمد په کور کې وه.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله د دې حملې په اړه، چې له کبله یې مرګ ژوبله او تاوانونه نه دي پېښ شوي، د پلټنو امر کړی دی.

ده ویلي چې له ولسمشر غني او د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ د ماموریت له قومندان جنرال کمبل سره یې خبرې کړي دي.

له حملې وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د احتجاج په دود مظاهره وکړه او ویې ویل چې باید سلاکوټ تر ویجاړولو مخکې بل ځای ته وړل شوی وای.

د عبدالله عبدالله یوه ویاند فیصل جاوید وویل:«سیمې ته یو پلاوی د تحقیق لپاره استول شوی او د غوڅ ملاتړ له قومندانانو غوښتل شوي چې د حملې په اړه توضیح ورکړي.»

د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې د مهماتو دیپو د دې لپاره ویجاړه کړای شوه چې له دغو وسلو څخه په استفادې پر افغان او نړیوالو ځواکونو د حملې مخه ونیول شي.

د ناټو ویندوی ډګروال برېن تریبس وویل چې دا عملیات د پروان ولایت په مرکز په چاریکار کې وشول.

د پروان امنیه قومندان جنرال محمد زمان وویل، افغان امنیتي ځواکونو هم په دې عملیاتو کې برخه لرله.

زمان وویل، د سیمې اوسېدونکو د حملې په اعتراض کې په چاریکار کې مظاهره وکړه. دوی په دې احتجاج کاوه چې وسله ولې له هستوګنې سیمې لېرې ویجاړه نه شوه.

فیصل وویل چې مظاهره چیانو د کابل – سالنګ لویه لاره بنده کړه خو کله چې اجرايي رييس له دوی سره خبرې وکړې، مظاهره یې پای ته ورسوله.

په عین وخت کې ویل شوي چې ویجاړ شوی سلاکوټ د شمال د پخوانۍ ټلوالې په یوه قومندان پوري اړوند و او دولتي وسلې یې پر وسله والو طالبانو خرڅولې.

5 thoughts on “د افغانستان حکومت په پروان کې د وسلو پر دیپو د برید په اړه تحقیقات پیل کړل”
  1. نه بوهيزم جه ددولت دوهم زما مدار به دوه لأرو روان دي اويا داجه دملت عام اولس ورته دبي عقله،نابوهه شكاري اوياداجه قضيي زمونزبه خله كي اجولي او هري خواته جه دده زره وي كشه وي مو.
    ١/ايا دولت موجود دي ؟ بلي موجود دي.ايا ته ريس أجرا يؤي ددولت غري ءي اوكه نه؟.ايا ته داشرف غني به خوا كي دملت دامنيت او ننك او ناموس سأتلو مسوليت لري اوكه نه .
    ٢/ايا ته عبدالله ددولت داري به جارو بوهيزي او كه نه ،ايا ته بو هيزي اوكه نه جه غير ددولت خخه بل هيخ شخص اويا كروب اويا حزب اويا كوم سازمان يو ميل نه نيولي تر أمباروبوري دسلاح ساتل او كرخول اجازه لري اوكه نه .
    ٣/يا دغه عمليات نظامي دامنيت به خاطر إنجام شوي او كه دشخصي كتو به خاطر او كه دامنيت به خاطر وي دوي هغه سلاح او مهمات كشف اوله منخه وري جه دشمن ورخخه دامنيت دخر ابولو به خاطر تري كته اخسته.
    ٤/اوس ته ريس صاحب رأته ووايه جه ته دوست ءي او كه دشمن.كه دوست يءسربازان بايد نور هم تشويق كري اوكه دشمن ءي حق لري جه دفاع وكري .
    ٥/ته اوس ددولت إجرائه ريس ءي نه دشمالي تلوالي او يا دجميعت اسلامي كوم قوماندان ته ددولت به دفاع كي ودريزه نه دهغه خلكو جه امنيت ته ضربه وركوي .بليكه جيري ورسره ظلم أوكوم غير قانوني عمل إنجام شوي وو تا دا حق لري جه بلتنه وكري .
    ٦/ته دابوزيسون مشر نه ءي جه جه دا خلق ستا به ابوزيسيون كي شامل أوغير قانوني دفاع ورخخه وكري غيري قانوني به دي معني جه ابو زيسنيون حق دسلاح وو دزخيرو هم نه لري ولنده دا جه ديو اففان به صفت دتا خخه ددولت ديو لوربوري بيا خه جه ددوهم كس به حيث كيله كوو جه جنك ته خاتمه وركره أوجنكونه او دجنكو دوسا يلو دساتني مدافع وكيل مه اوسه.شه خبره خو داده جه ريس صاحب أجرا يؤي واءي دملت وكري به دي كار ددولت نا رأضه دي .داجه غلا كوي انسانان وزني او ددي كار دباره ءي ديبوكأني دسلاح به اختيار كي لري او يو غيري قانوني عمل بلل كيزي او دولت قانوني عمل إنجام كري بيا هم كه دوي خفه كيزي همدا اوس دي خفه شي دايو نيك ،قانوني او به خاي عمل دي .

  2. حکومتی استازی باید پدی خاطر سیمی ته استول شوی وی چی د جګړهمار څخه پوښتنه وکړی چی ولی د په خپل کور کی په غیری قانونی توګه وسله ځای پر ځای کړی وه؟.، نه پدی خاطر چی ولی وسله له منځه وړل شوی ده.
    استازی باید د عبدالله عبدالله څخه هم وپوښتنی ، دا ځکه چی په عبدالله عبدالله هم دا عمل بد تاسیر کړی دی.عبدالله عبدالله یوی خواته ځان د ملی وحدت د خکومت ۵۰ سلنه شریک بولی او بله خوا جنګسلاران همیه کوی. . حکومت باید دا مسله په جدی توګه وڅیړی.

  3. خه دا څکه پرې ډبل ع د تحقیقاتو اقدام کړی چې د عوایدو مخه یې نیول شوې دی خو وایی چې دا مجاهدینو ته سپکاوی دی خو د پورتنی راپور پر بنسټ دا وسلې پر طالبانو پلورل کیدلې او طالبانو په همدغو وسلو د ولس بیګناه بچیان وژل او هېواد یې د ستونزو سره مخ کړی خو سپکاوی ندی کله چې د شخصی ګټو مخه نیول کیږی بیا مجاهدین او مسلمانان او ولس منځ ته راوړل کیږی بس دومره به وایو چې الله تعالی دې هغه کسان د ځمکې له مخې پناه کوم چې ددې ملت بربادي غواړی او دا هېواد له ستونزو سره مخ کوی.

  4. دا یوازنۍ ډ یپو نه ده په سلګونو نورې داسې ډیپو ګانې شته چې سلا مت ټا نکو نه تر خا ورو لا ندې شوي دي، شورای نظار ، جمعیت او دو ستم په سلګو نو داسې نوري ډیپو ګانې لري چې ددی ملک امنیت په خطر کې اچوي دا ټولې ډیپو ګانې با ید منفجرې شي تر څو چې دا لنډه غر خلع صلاح شوي نه وي په دې ملک کې امنیت نا شو نۍ دۍ، ایران یې په مسلسله تو ګه حما یت او تسلیحات ور کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *