تاند- په داسي حال کې چې پاکستان وايي، سبا به د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو پنځمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي، د افغانستان حکومت وايي تر هغو به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي چې پاکستان د تروریزم پر ضد د مبارزې په اړه خپله ژمنه عملي کړې نه وي.

ارګ نن /سې شنبه/  وویل، د دې لپاره چې افغانستان خوشبینه نه دی چې پاکستان پر خپلو ژمنو درېږي؛ د اسلام اباد په غونډه کې تر هغو ګډون نه کوي چې پاکستان د تروریستانو پر ضد اقدام نه وي کړی.

پاکستان په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې، چې په کابل کې جوړه شوه، ژمنه وکړه چې افغان طالبان به په راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې د سولې خبرو ته حاضر کړي او که طالبانو سوله ونه منله، پر ضد به یې اقدام وکړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویندوی دواخان مینه پال په دې اړه وویل:«اوس هغه وخت دی چې پاکستان عمل وکړي ځکه چې طالبانو سوله رد کړې او جګړه یې اعلان کړې ده.»

طالبانو نه یوازې د سولې په خبرو کې ګډون په زغرده رد کړ، بلکې د (عمري) په نوم یې پسرلني عملیات هم اعلان کړل.

مینه پال زیاته کړه:«د افغانستان حکومت به نور له پاکستان سره خبرې ونه کړي، خو که یې خبرې هم کولې، د سفیر په کچه به وي.»

پاکستان پرون وویل چې سبا /چهارشنبه/ د څلورو هیوادونو استازي په اسلام اباد کې غونډه کوي. ځینو پاکستاني سرچینو د دغه هیواد د دولتي چارواکو په قول ویلي چې په دې غونډه کې به طالبان هم ګډون وکړي خو طالبانو نه دي ویلي چې په دې غونډه کې ګډون کوي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې د اسلام اباد راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به د سفیرانو په سویه وي او پاکستان به د تروریستانو پر ضد د اقدام نه کولو په باب د افغانستان پوښتنو ته ځواب ووايي.

ده همداراز وویل:«په غونډه کې به د پاکستان، چې پر طالبانو اغېز لري، تر ټولو مهم رول دا وي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي، که دا نه وي څلور اړخیزه غونډه د څه لپاره جوړېږي او له افغانستان سره یې تړاو څه دی؟ که موږ د دوی په شان په طالبانو کې نفوذ لرلی، زموږ او طالبانو ترمنځ به جنګ نه و او اصلاً خبرو ته به هیڅ اړتیا نه پیدا کېده.»

له بلې خوا پاکستاني رسنیو نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا جګپوړي چارواکي سبا /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې جرګه کېږي چې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا د دغه هیواد چارواکي باور لري چې لا هم سیاسي خبرې د کړکېچ د حل کولو تر ټولو غوره انتخاب دی.

One thought on “د افغانستان حکومت په څلور اړخیزه غونډه کې په لوړه کچه ګډون رد کړ”
  1. دتاند ادارى دتوجه وړ و
    داڅو ورځي کيږى چى ويبسايټ راواړوم نو خبر نشم لوستلاى ځکه چى ډير زيات غير ضرورى اعلانات پکى راځي اوپه هيڅ صورت سره اجازت نه راکوى چىخبر دى ولوستلايي شم نوستاسو توجو ورته غواړم،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *