تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت نن /یکشنبه/ شپږ ترهګر، چې مخکې محکوم شوي ول، اعدام کړل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې، بې له دې چې د اعدام شویو کسانو نومونه واخلي، ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو د غړیو د بیا بیا غوښتنې پر اساس د شپږ تنو، چې د ملکي وګړو او د عامه امنیت خلاف یې لوی جرمونه کړي ول، د اعدام حکم توشیح کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو جلا جلا حکمونه وروسته له دې د ولسمشر له لوري توشیح شول چې د هغوی دوسیې وارزول شوې.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا حکمونه نن د هیواد له قوانینو سره سم د عدلي او قضايي مراجعو له لوري اجرا شول.

ولسمشر غني دا حکمونه وروسته له دې توشیح کړل چې د کابل د تېرې میاشتې له خونړۍ حملې وروسته یې له قضايي اورګانونو وغوښتل چې په اعدام د محکومانو دوسیې بیا وڅېړي.

ولسمشز غني ویلي و چې د دوسیو له څېړل کېدو وروسته به په اعدام د محکومانو حکمونه لاسلیک کړي.

د بشري حقونو د بخښنې ټولنې تېره اوونۍ د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د اعدام سزاوې تطبیق نه کړي ځکه چې د افغانستان په عدلي او قضايي اورګانونو کې لازم شفافیت نشته او له بلې خوا متهمانو ته د ځان د دفاع لپاره سم فرصت نه ورکول کېږي.

ویل کېږي چې شاوخوا ۵۰۰ تنه په اعدام محکوم شوي دي خو د اعدام حکمونه یې د ولسمشر توشیح ته انتظار دي.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د افغانستان د حکومت له لوري د خپلو کسانو د اعدام په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې ویل چې که د دوی بندیان اعدام شول، بدې پایلې به ولري.

4 thoughts on “د افغانستان حکومت ۶ تنه محکومان اعدام کړل”
  1. د افغانستان د خلگو قاتلین باید اعدام شی، طالبانو نه نن نه پرون پر هیس افغان رحم نه دی کری.

  2. یو تروریست ژوندی مه پریژده گرد په اعدام محکوم باید اعدام شی بیا به دافغانستان خلگ پر قراره سی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *