تاند- پاکستان وايي، د افغانستان د ولسمشر په امر د تورخم او سپین بولدک په لارو افغانستان ته د پاکستاني لاریو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت هم دا خبره تایید کړه، ویې ویل چې پاکستاني لاریو ته د افغانستان تر پولې پورې د مال راوړلو اجازه ورکوي او وروسته باید د افغان سوداګرو په لاریو کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورسول شي.

افغانستان دا اقدام د پاکستان د ورته اقدام په وړاندې کړی دی.

پاکستان تراوسه پورې د افغانستان د پرېکړې په وړاندې غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي «د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د قرارداد موده پای ته رسېدلې. پاکستان افغان لاریو ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هیواد خاورې ته داخلې شي. موږ هم ورته کار وکړ او له دې وروسته به پاکستانۍ لارۍ په پوله کې مال کښته کوي او افغان لارۍ به یې د حیرتان او شېرخان بندرونو ته رسوي.»

د ترانسپورت وزارت وايي چې د ولسمشر دا امر به ګڼ شمېر افغانانو ته د کار زمینه هواره کړي.

د افغانستان د ترانسپورت شرکت رييس عبدالروف وايي «پاکستاني لارۍ د افغانستان هر کونج ته ځي خو زموږ والو ته اجازه نشته چې پاکستان ته داخلې شي. موږ له حکومته غواړو چې پاکستاني لارۍ پرې نږدي چې د افغانستان خاورې ته راشي.»

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره به ژر ترانزیتي موافقې لاسلیک کړي چې پر اساس یې د افغانانو لارۍ د دغو درو شمالي ګاونډیو خاورو ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

2 thoughts on “د افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو پر راتګ بندیز ولګول شو”
  1. د نړیوالو نورمونو او بین المللی روابطو پراساس برابر اقدام شوی دی.
    پدې برخه کې پاکستان لا مخکې اقدام کړی دی ، خپلې خواته د افغانستان نقلیه وسایل نه ورپريږدی. مونږ ته هم لا پخوا لازمه وه چې بالمثل اقدام وکړو. د افغانستان د دولت د مشرتابه دا فیصله د ستایلو وړ ده، هيله ده د افغانستان دولت د پاکستان پربې کیفیتو سوداګریزو توکو بندیز ولګوی او که کوم یو تجارتی توکې ته اجازه ورکوي ، دا ایجابوي چې ډېره لوړه مالیه پرې وضعه شي . د پاکستانی لاریو د تخلیه کولو په وخت کې د افغانستان امنیتی ارګانونو ته دا زمینه برابریږي چې له چاودېدونکو ، مضرو او انسان وژونکو موادو مخه ونيول شي . خپلو کارګرانو ته به کارپیدا شي او خپل سرکونه به له ژرتخریب نه وژغورل شي.
    سهاک

  2. ډیر پر ځای اقدام دی له پاکستان سره په هره برخه کې د بلمثل اقداماتو ضرورت دی . زمونږ سوداګرو ته دې خدای انصاف ورکړي په داسي وخت کې چې زمونږ تازه میوي په سړکونو ورستیږي دوی بیا هم د پاکستان تازه میوه (نن سبا امروت ، املوک او کیله ) د هیواد هر ګوډ ته رسوی لکه پرته لدې چې ژوند ناممکن وي . او هغوی زمونږ په محصولاتو درې چنده محصول لګوي چې هلته یې پلور ناشونی شي په دی هکله هم د بلمثل اقدام جدي ضرورت لیدل کیږي کاشکې سوداګر او د مالیي وزارت مسؤولین په دې هکله هم څه اقدام وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *