ښاغلی ارینزی
لیکنه: احسان الله آرینزی
ګنج اونیزې په تېرو اوه- اته کلونو کې دا چیغه پورته کړې چې یه خلکو! دا دی د افغانستان د خلکو له شپېتو او اویاوو پورته اخترونه، په رښتیانۍ مانا اخترونه نه دي.
خلک د اور وینو، چاودونو، ویرونو او ساندو په غمجنه فضا کې اخترونو ته نه هوسېږي. پېغلې نجونې په لاسونو نکریزې نه ږدي، ماشومان داسې فکر نه کوي چې خوشاله ورځې راروانې دي، مېرمنې د کورنۍ غړیو ته نوې جامې نه ګنډي او د ډېرو کورنیو په مشرانو کې دا وس نشته چې د اختر د ښه لمانځلو له پاره پیسې ولګوي او ټول خوشاله وساتي.
هو! اوه دېرش خونړۍ جګړې د افغانستان د خلکو ډېرې خوشالي یرغمل کړې او له دوی نه یې د هوسونو، خنداګانو، مېلو، مستیو، ډولونو او اتڼونو خواږه وختونه هیر کړي دي!
د تېرو څه باندې اوه دېرش کلونو سیاسي بدلونونه د افغانستان او خلکو له پاره ډېر ګران تمام شوي. کېدای شي چې د دوی بدلونونه ډېرو مشرانو او فعالینو به د وطن او خلکو له پاره بد نیتونه نه درلودل؛ خو په عمل کې ټول ناکام وختل او نومونه به یې بې له هېڅ راز شکه، په تاریخ کې په تورو کرښو ولیکل شي.
شهید محمد داوود خان د خپل اکا زوی اعلحضرت محمد ظاهر شاه پاچایي په دې تمه نسکوره کړه چې خلکو ته به ډېر ګټور ثابت شي؛ خو اوس خلک وایي چې د پاچا کلونه د طلایي خوبونو کلونه وو؛ خو دوی یې په قدر پوه نه شول.
د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند احساساتي مشرانو او زلمیو فعالینو، په دې تمه کودتا وکړه چې په هېواد کې به د یحی کورنۍ واکمني ته د پای ټکی کېږدي او په یوه وروسته پاته قبیلوي، سنتي او ترستوني مذهبي ټولنه کې به، د کارګرانو او نورو زیار ایستونکو د واکمنۍ تر سیوري لاندې، خلک د کور، کالیو او ډوډۍ خاوندان کړي؛ خو دا سپېڅلی شعار عملاً په ګولیو، کفن او ګور بدل شو، ډېرو خلکو خپل سرونه وخوړل او توده جګړه عملاً پیل شوه.
د ثور کودتا په بشپړتیایي پړاو کې ببرک کارمل او سره پوځیان افغانستان ته راغلل او هغه ستره جګړه پیل شوه چې په لسګونو زره کسانو سرونه پکې بایلودل. په دې پړاو کې جګړه ټول افغانستان ته خوره او ګاونډیو د افغانستان د ورانولو له پاره د خپلو پټو عزایمو د عملي کولو له پاره د ګوډاګیانو او لاسپوڅو په روزلو پیل وکړ.
شوروي پوځونه له لس کاله یرغل وروسته بېرته لاړل او هغه دولت یې په میراث پرېښود چې له خلکو ډېر تجرید شوی او کاواکه و.
د دې دولت له نسکورېدو وروسته د وسله والو ډلو انارشیزم پیل شو. د دې ډلو مشرانو چې بې له جګړې څخه په بل شي نه پوهېدل، داسې خونړۍ کورنۍ جګړه پیل کړه چې د هېواد ډېر پاته مادي او معنوي شتمنۍ یې په اوبو لاهو او افغانستان یې د سقوط په درشل ودراوه.
له دې کاواکه او بېواکه واکمنۍ وروسته طالبان راغلل چې د دولت جوړونې ټول معیارونه یې په توره لونګۍ، تورو سترګو، ډاکسن موټراو وروسته پاته کلیوالي فکر پای ته رسېدل.
بیا امریکایان او ملګري هېوادونه راغلل او هغه ډلې یې بیا واک ته ورسولې چې دې خلکو یو ځلې (نه) ځواب ورکړی و!
هو امریکایانو د پخوانۍ جګړې د وخت د یوې بلې ډلې ننګه وکړه! طالبان یې وشړل؛ خو داسې شر او فساد یې په هېواد واکمن کړ چې تر اوسه خلک د اخترونو په خوند سم نه پوهېږي او هېواد خدای مه کړه بیا د سقوط خوا ته روان دی!
کېدای شي چې د شر او فساد د دولت مشران به هم د افغانستان خیر غواړي؛ خو د دوی فکري ظرفیت دومره وړوکی دی چې د افغانستان د ستونزې په جرړو د سیمې او نړۍ په استخباراتي لوبو او د ګاونډیو په توطیو سم نه پوهېږي او د هېواد مدیریت اراده، پوهـ او کفایت ورسره نشته او پر همدې دلیل هم د ترکستان په لور روان دي او هېواد د نویو بحرانونو په لور په مخ درومي.
موږ په داسې حال کې د افغانستان خلکو ته د ستر اختر مبارکي وایو چې د دولت ډېر تش په نامه مشران د قربانۍ اختر په رښتیاني فلسفه سم نه پوهېږي او غواړي چې خلک په تشو ویناوو باندې وغولوي او دوی د پخوا په شان په ګټو، مزو او چړچو بوخت دي!
د لوی اختر رښتیانۍ فلسفه دا ده چې حضرت ابراهیم(ع) خپل زوی د خدای(ج) د رضا له پاره قربانۍ ته چمتو کړ؛ خو زموږ ننني تش په نامه مشران او د ډېرو سپېڅلو نومونو او مفاهیم درواغجن مدعیان هر څه د ځان له پاره غواړي!
خلک د لوږې مري؛ خو درواغجن مدعیان ملیردران شول.
دا ملیاردران دې ډاډ اوسي چې د خلکو زور د خدای زور دی او ژر به یې ټغر ټول شي!
انشاء الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *