تر ډېره داسې فکر کېده چې د افغانستان ځوان نسل به ددې هېواد ټپونو ته ملهم شي. دلیل دا و چې ځوان نسل دخپلو پلرونو له ترخو تجربو زده کړه کړې، د کورنیو جګړو ناخوالې یې ګاللي او زیاتره یې د تعلیم له نعمت څخه برخمن دي، نو دوی به په روانه جګړه کې د یو درېیمګړي ځواک په توګه راڅرګند شي او د پخوانیو جګړه مارو ګرېوانونه او لاسونه به ونیسي.

له بده مرغه په افغانستان کې د طالبانو تر سقوط وروسته دیارلس کلنو تجربو وښوده چې همدغه نسل په مستقیم یا غیرمستقیمه توګه د یوه او بل لوري په ګټه په جګړه کې ښکېل پاتې شو، چې په دې کار یې روانه جګړه نوره هم توده کړه. اوس نو دا جګړه د فیسبوک په مجازي نړۍ کې هم دې حد ته رسېدلې چې که ټوپک په کې کار کولی نو فیسبوک کې به هم لکه د وطن د غرونو او ښارونو په شان وینې بهېدلي وای. که یوه ډله انتحار غندي بل یې ستایي. یوه ډله بمبار غندي بل ورته دلایل تراشي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت د بش په مشرۍ ادارې د امریکا د جنګ ماشین د افغانستان غرونو او رغونو ته د تروریزم ختمولو تر شعار لاندې ولېږه. د امریکایي پوځیانو میشن دا و چې په افغانستان کې د القاعده ځالې ړنکې او طالبان له واکه لرې کړي. امریکې په څو اوونیو کې د القاعدې غړي تیت وپرک او د طالبانو امارت ړنګ کړ. هغه مهال له افغانانو سره هیله پیدا شوه، چې که خدای (ج) کول نور نو افغانستانه تر سختو کورنیو جګړو وروسته د ارامۍ ساه اخلي.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې مې دوه ځله کندهار ته د ځمکې له لارې سفر وکړ. لومړی ځل د خپل یو طالب ملګري ملا خیرالدین حقپال د لیدلو لپاره چې د طالبانو د امارت پرمهال په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس و غزني ته ورغلم. د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د شپې پر موټر سایکل له یوه ځایه بل ځای تللو، ارامه ارامي وه. د قره باغ د خلکو شکایت یوازې دا و چې یو هزاره قوماندان چې وروسته بیا د ولسي جرګې وکیل شو خلک ځورول او په یوه او بل نامه یې ترې پیسې غوښتې. دویم ځل کندهار ته ورغلم او ډېرو ولسوالیو ته مو تفریحي سفرونه وکړل. خلکو ارامه ژوند درلود، هېچا هم باور نه کاوه چې بیا به هېواد دغسې د جګړو او ناخوالو ډګر شي.

لږه موده نه وه تېره چې ځينو بهرنیو او کورنیو کړیو د افغانستان په دولت کې دننه او بهر خطرناک فعالیتونه پیل کړل. د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ژړا به هم ډېرو ته یاده وي چې د ړندو بمباریو او شپنیو عملیاتو له امله یې سلګۍ په ستوني کې تم نه شوې. د پتمنو کورونو حریم مات شو. بې سده پوځیان د کلیوالو افغانانو کورونو ته ننوتل او د هغوی د سترګو پر وړاندې یې ددوی د کوچنیانو او مشرانو په سینو د خپلو ټوپکو شاجورونه تش کړل، بې ګناه بزګران او دوکاندان د دولت د مخالفینو په نامه د شخصي او پوځي زندانونو تر تورو تمبو شاته شکنجه شول، د زورواکو له خوا د خلکو ځمکې غصب شوې، قوماندانانو د دولت د مخالف په نامه د خلکو په مال او ناموس تېری وکړ او داسې نور په لسګونو او سلګونو واقعې وشوې چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ارامه کلیوال یې نا ارامه او وسلو اخیستلو ته یې اړ کړل.

ددې کار زیان یوازې دا نه و چې ځینو افغانانو د دولت مخالفت پيل کړ، بلکې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې او د ګڼو فراري مجرمینو بیا څرګندېدلو او ځواکمنېدو ته یې لاره برابره کړه. خبره تر دې حده را ورسېده چې نور نو ګاونډي هېواد پاکستان مدرسو ځانګړې بودیجې ومنلې چې د افغانستان د جګړې د اور لپاره د سوند مواد برابر کړي. نور نو بیا دا نه معلومېدل چې چېرته څوک د دولت مخالفین دي، څوک د امریکانو سره جهاد ته راوتلي، څوک د پردیو اجینټان دي او څوک بیا د طالب له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ګاونډيو هېوادونو ته مو په لوی خپل انساني قوت په لاس ورکړ، چې اوس یې هره ورځ د ځان په ګټه او د افغانانو په ضد استعمالوي.

په دولت کې دننه د شمال ټلوالې او د ځینو نورو پښتون دښمنه عناصرو دغو کړنو حالات دومره کړکېچن کړل چې اوس یې بېرته سمولو ته حیران پاتې دي.

اوس دادی د افغانستان جګړه څوارلسم کال ته غځېږي. تر دې دمه دې جګړه کې تر ۲۰۰۰ زیات امریکایي پوځیان وژل شوي او لسګونو زره افغانان یې رانه واخیستل. اوس مهال د امریکا اقتصادي حالت ته په کتلو داسې ښکاري چې تر ډېره به ددې جګړې د چلولوتوان ونه لري. په امریکا کې ۶۹٪ خلک په دې باور دي چې نور نو باید امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېل نه وي. اوسمهال چې د امریکا یو شمېر ایالتونه دیوالي شوي څنګه کولی شي دې جګړې ته دوام ورکړي؟ که امریکایان له افغانستانه وځي افغان دولت له داسې پراخ اداري فساد او بې اتفاقۍ سره کولی شي چې خپل پوځي لګښتونه پوره کړي او که نه؟

که نن وي او که سبا دا جګړه او ددې جګړې پای ته رسول خپله افغانانو ته پاتې ده. افغانان باید په دې پوی شي چې سوله یو او بل ته په سزا ورکولو او له صحنې څخه په ویستلو نه راځي. سوله یوازې یوه او بل ته په متقابل احترام، دیوه او بل د قانوني حقوقو تر پېژندلو وروسته راتلای شي.

جوړجاړی او عدالت سولې ته د رسېدو لاره اسانوي. ځوان نسل باید د پلمو لټولو او د اور لړوني د رول ادا کولو پر ځای دیوه او بل دردونه حس کړي. که دا کار ونه کړي او همداسې یوه ډله دیوه ناروا وستایي او بله د بلې، وړاندې لاره ډېره خطرناکه ده.

اوسمهال افغانان ټول ورک او سرګردانه دي. کمزوري او ژوبل دي، تر حده زیات قربانۍ یې ورکړې او تر خپلې وسې زیات مصیبتونه یې ګاللي دي. په تېرو کلونو کې یې له یوه او بل نه یې تر حده زیات انتقام واخیست. اوس یې وخت دی چې خپلو دردونو ته په خپله دوا ولټوي او خپله د خپل راتلونکي برخلیک په اړه فکر وکړي. ارواښاد صابر وایي:

راځئ د خپلو ارمانونو ستوري ولټوو

د اسمانونو څه معلومه ده چې څه به کوي

یو متل دی وایي چې وینه په وینه نه وینځل کېږي. هرڅومره چې افغانان یو او بل ووژني بیا به هم اخر د خپلو پښتني دودونو پر بنسټ جرګې او مرکې ته کېني، پرته له دې بله لاره نه شته. اوسمهال چې د ټولو سترګې افغان ځوان نسل ته اوړي، دوی باید دیوه او بل د ځپلو او توهینولو مفکوره شاته وتمبوي، د یوه او بل د ځپلو او ملامتولو پر ځای د یوه او بل د منلو او د جګړې د درولو لپاره مټې راونغاړي. زه پوره عقیده لرم که ځوان نسل په یوه اواز د جګړې د ښکېلو غاړو مخې ته ودرېږي، افغانستان له فساد، جنګسالارانو، د واک پر سر ښکېلو مشرانو، کورنیو او بهرنیو یرغلګرو او مداخله ګرو څخه خلاصولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *