د ولسمشر غني د حکومت له راتګ سره سم په افغانستان کې د سولي راوستلو لپاره په کور دننه او بهر پراخې هڅې پيل شوي په لومړیو کې داسي اټکل کیده چې نړیواله ټولنه او اسلامې ټولنه لیواله نه ده چې د افغانستان د سولي د هڅو ملاتړ وکړي او نه هم افغان حکومت داسي کومه طرحه یا تګلاره لري چې د هغې په وړاندي کولو سره نړۍ او سیمې ته وویلی شي چې سوله غواړي او نور په افغانستان کې دجګړایز رقابت پر ځای سالم اقتصادي رقابتونه غواړي خو په لومړیو کې دا مسایل یوازي په کور دننه د سیاسیونو او هېوادنو لخوا شعار بلل کیدل او داسي اټکل کیده چې ولسمشر او دهغه کاري ټیم یوازي د خلکو دغولولو لپاره دا هلې ځلي کوي خو کله چې د کابل پروسي دوهم کنفرانس کې ولسمشر غني په روښانه توګه ب دافغانستان د سولي تګلاره اعلان کړه نو په کور دننه سیاسي مخالفین او نړیوال حیران پاتي شول او دا یې دولسمشر یو تاریخې جرئت او اقدام وبللو چې او له دي تګلاري په پراخه کچه باندي هرکلي وشو چې ان یو شمیر هېوادونو دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولي کوربتوب لپاره هم ټټر ووهلو او ژمنې یې وکړې چې په دي برخه کې به خپل مسولیت اداکوي .
خو هغه څه چې دي مسله کې ډیر دپام وړ دي دهغه هېوادونو مسولیت منل او لیوالتیا ده چې په مذهبي لحاظ دافغانستان دسولي پروسي سره ډیره مرسته کولې شي او مونږ ددي شاهدان یو چې دې هېوادونو هم په دې برخه کې دهر راز همکارۍ ژمنه کړې ده چې وروستۍ هغه یې په امریکا کې دافغانستان دملې امنیت د سلاکار په ګډون دعرب اماراتو، سعودي عربستان او امریکا لوړ پوړو چارواکو په ګډون دافغانستان دسولي څخه دملاتړ او په دي برخه کې دهمکارۍ لپاره ناسته وه دا ناسته چې دڅلورو هېوادونو دلوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوي وه دافغانستان دسولي مسله یې داجنډا مهمه برخه وه او په دي ناسته کې په ځانګړې ډول دسعودي عربستان ژمنه چې دافغانستان دسولي پروسه کې به مخکښ رول لوبوي په واقعیت کې دافغانستان روان بهرني سیاست ته یوه لویه لاسته رواړنه ده ځکه که چرته مونږ وګورو له نن څخه څو کاله وړاندي سعودي عربستان داسي هیڅ لیوالتیا نه درلوده چې دافغانستان سره پراخې اړیکې ولری خو نن هغوۍ په دي هڅه کې دي چې دافغانستان دسولي پروسې څخه نه یوازي دا چې ملاتړ کوې بلکې په دي پروسه کې غواړي دمخکښ رول ولوبوي چې دا مونږ ته ددي پیغام راکوې چې اوس نړۍ او اسلامې هېوادونه دي ته قانع شوي دي چې دافغانستان دسولي پروسه یوه حیاتي مسله ده او باید چې ټول په دي برخه کې خپل مسولیت ادا کړې .
که چیرته اوسني وضعیت او دافغانستان دسولي پروسي څخه د سیمه ایزو هېوادونو ، نړیوالو او اسلامې هيوادونو ملاتړ ته وګورو نو په زغرده ویلې شو چې دافغانستان بهرنی سیاست او هغه دستګاه چې دا سیاست مخته وړي په حقیقت کې په دي توانیدلې ده چې دافغانستان دسولي برحقه داعیه ټولو ته ورسوي .
او په دي برخه کې دیادو هېوادونو ملاتړ او په ځانګړې ډول دسعودي عربستان ملاتړ ډیر زیات اړین او داهمیت څخه برخمن دی ځکه مونږ په عقیدوي لحاظ له سعودي عربستان سره ډیري قوي او ژوري اړیکې لروهمدارنګه سعودي عربستان کې د ټولې اسلامې نړۍ قیبله موجوده ده او کله چې سعودي دافغانستان جګړه ناروا وبلې نو بیا به ډیره سخته وي طالبانو ته چې ددي جګړې لپاره بشري سون توکې په اسانۍ سره پيدا کړې بل مهمه مسله داده چې دتروریزم ملاتړې هېوادونو باندي باید فشار راوړل شي چې تروریزم داسلام دبدنامۍ لپاره باید ونه کاروي او اسلام دچا شخصي مالکیت نه دی چې دخپلو ګټو لپاره یې تفسیر کړې او نور انسانان پري هره ورځ ووژني نو دایې بل مهم اړخ دی چې کولې شي دافغانستان په سوله او ثبات کې مثبت رول ولوبوي .
په اخر کې که چرته وتوانیږو چې دسعودي عربستان او همدارنګه دنوري اسلامې نړۍ ملاتړ همداسي جاري وساتو او په دي برخه کې وکولي شو ددي هېوادونو مرستي جلب او جذب کړو نو په یقین سره دا به دافغانستان دسولي او ثبات سره زیاته مرسته وکړي او له بل لوري به هغه هېوادونه چې دتروریزم څخه د وسیلي په توګه کار اخلي نور اجازه ونلري چې اسلام بدنام او له دي لاري خپلې ګټې خوندي کړې .