تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پاکستاني پوځیان به هیڅکله پرېنږدي چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /چهارشنبه/ وویل، پاکستان د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي نه دي ځکه چې د افغانستان حکومت اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته موده کې د ډیورنډ کرښې دې لور ته د پاکستاني پوځیانو له لوري د رامخکې کېدو او د پوستو د جوړېدو شکایتونه کېږي.
په وروستیو کلونو کې پاکستاني پوځیانو د ننګرهار د ګوشتې او د پکتیکا د برمل ولسوالیو په سرحدي سیمو کې د پوستو د جوړولو هڅه وکړه خو په ځانګړي ډول په ګوشته کې د افغان دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
پاکستان په عین حال کې پر سرحدي ولسوالیو، په تېره بیا کونړ کې پر استوګنو سیمو د درنو وسلو حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې د دغو سیمو په زرګونو اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.