د افغانستان ملي اردو

تاند- په کابل کې د ملي اردو پر ځواکونو د نن ورځې له حملې سره په یووخت د افغانستان دفاع وزارت وویل چې په تېرو دوولس نیمو کلونو کې د افغانستان د ملي اردو ۶ زره ۸۵۳ سرتېري او صاحب منصبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي وویل چې د اردو په سلو کې ۸۵ منسوبان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو او بمونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

نن هم په کابل کې د ملي اردو ۴ سرتېري په بمي چاودنه کې ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول.

افغان امنتیي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو له سپارل کېدو سره په تدریجي ډول د ملي اردو او ملي پولیسو تلفات زیات شوي خو په مقابل کې یې د بهرنیو پوځیانو تلفات خورا لږ شوي دي.

جنرال عظیمي هم دې مسلې ته په اشارې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په ۱۳۸۲ لمریز کال د ملي اردو۹ تنه  وژل شوي ول خو وروسته په پر له پسې ډول د ملي اردو د ځواکونو تلفات ډېر شوي دي.

ده لیکلي: په ۱۳۸۳ کال ۵۱، يه ۱۳۸۴ کال ۱۳۸، په ۱۳۸۵ کال ۲۰۶، په ۱۳۸۶ کال ۳۲۵، په ۱۳۸۷ کال ۳۸۰ ، په ۱۳۸۸ کال ۶۳۵ ، په ۱۳۸۹ کال ۷۴۸ ، په ۱۳۹۰ کال ۸۴۱ ، په ۱۳۹۱ کال۱۱۷۰، په ۱۳۹۲کال ۱۴۰۰ او د سږ (۱۳۹۳) په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۵۰ پوځیان وژل شوي دي.

په وروستیو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته، چې تقریباً بشپړ امنیتي مسوولیت یې په غاړه اخیستی، زیاتې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

ویل کېږي چې تر اردو د پولیسو تلفات زیات دي ځکه چې پولیس د اردو د ځواکونو په شان ښه نه دي روزل شوي او نه هم د اردو د ځواکونو په شان ښې وسلې لري.

2 thoughts on “د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ۱۲ نیمو کلونو کې د اردو نژدې ۷ زره سرتېري وژل شوي”
  1. دد ومره لورو تلفا تو عامل بايد ولتول شي،
    كله جه سوق او أداره ضعيفه او نا مطلوبة ،نابوهه،بي مسلكه اشخاص در وأبطو به بنست دقطعا تو او جزوتامنو به راس كي مقرريزي حتمي به داسي دردوونكي نتيجه به لاس راخي.
    ٢/ يو لوي عامل دد رندو تلفا تو سهل ان كاري داستخباراتي اوركانونو به نظام داردو كي دي.
    ٣/عدم موجوديت مساعي مشتركه داردو او ملكي استخباراتي د او ركانونو به منخ كي

  2. افغان سرتېری د دې خاورې بچیان دی، په وژلو یې یوه مور بوره، یوه مېرمنه کونډه، اولادونه یې یتیمان کېږی او کورنۍ او خپلوان یې د ویر پر ټغر کې کېنی. د دغه ټغر ټولېدل په‌کار دی. افغان حکومت په ځانګړی توګه کورنیو چارو وزارت ته لازمه ده د افغان امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې کمښت او مخنیوی په موخه کوټلی ګامونه پورته کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *