تاند- واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼه ادعا کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان ملي اردو ته د پنخه سوه ملیون ډالرو په ارزښت شپاړس پېرودل شوې الوتکې په وروستیو کې ویجاړې کړای شوي څو وسپنې یې وپلوري.

ورځپاڼه وايي چې دا الوتکې چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره اخیستې وې، د افغانانو له لوري ویجاړې کړای شوي او زړې ټوټې یې په خورا کمه بیه پلورل شوي دي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۲۰ (G222) ډوله ایټالیايي ترانسپورتي الوتکې په ۴۸۸ ملیون ډالره پېرودلې وې.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د څارنې لپاره د ځانګړي سرپلټونکي د څېړنو پر اساس دا الوتکې له دې کبله چې ښه نه چلېدې، د ساتنې په برخه کې یې ستونزې وې او د پرزو ستونزې یې لرلې د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې په مځکه ولاړې پاتې شوې.

په راپور کې په دې باب څه نه دي ویل شوي چې امریکايي چارواکو ولي د افغانستان د ملي اردو لپاره داسي زړې او بېکاره الوتکې رانیولې وې.

په راپور کې ویل شوي چې د کابل په هوايي ډګر کې دا الوتکې یوه مودې همداسي ولاړې وې خو وروسته د افغانستان دفاع وزارت پرېکړه وکړه چې هغه ویجاړې کړي او زړې ټوټې یې وپلوري.

سیګار یا د امریکا د مرستو د څارونې سرپلټونکی وايي چې دفاع وزارت د دغو الوتکو هر کیلو وسپنه په نژدې ۱۲ سنټه پلورلې ده او تراوسه پوري یې ۱۶ الوتکې له منځه وړې دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې په افغانستان کې په دې ډول ضایع شوي دي.

0 thoughts on “د امریکا دفاع وزارت ۱۶ الوتکې ویجاړې کړي او زړې وسپنې یې پلورلي”
  1. د امریکا د مالیی پیسی خو افغانانو دا ډول ندی استعمال کړی لکه چی هغوی دوا کوی، دا خو امریکایانو په خبله د خپلو خلکو د مالیی پیسو سره ناوړه چلند کړی دی.که چیری امریکایانو سمی الوتکی افغانستان ته اخیسی وای نو افغانانو به نه کباړ کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *