د افغانستان او ایران دفاع وزیران

تاند- د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ نن /شنبه/ د خپل ایراني ساري په بلنه تهران ته ورسېد.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال بهرامي، چې د ایران د دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي په بلنه تهران ته تللی، له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره هم ګوري.

دی به د ایران د دفاع وزیر ترڅنګ د دغه هیواد له یو شمېر سیاسي او دفاعي چارواکو سره د افغانستان او ایران پر همکاریو خبرې وکړي.

د افغانستان دفاع وزیر په داسې وخت کې تهران ته سفر کړی چې د ۲۰۱۵ کال له اتومي موافقې څخه د امریکا له وتلو وروسته د ایران له لوري په افغانستان کې د یاغیانو د ملاتړ د زیاتېدو په اړه د افغانانو اندېښنې زیاتي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *