تاند- د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یې مرکچي پلاوی وټاکل شو.
دې وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دوامدراو او هراړخیزو مشورو او د حکومت د جدي هڅو په پایله کې د سولې د خبرواترو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت ۱۵ کسیز مرکچي پلاوی وټاکل شو.
دې وزارت د پلاوي د غړیو نومونه نه دي اعلان کړي خو ویلي یې دي چې د مرکچي پلاوي د غړیو په ټاکلو کې پوره هڅه شوې چې سیاسي، ټولنیز او قومي بېلابېل والی په پام کې ونیول شي.
د قطر په اووم پړاو خبرو کې د سولې موافقه لاسلیک کېږي
له دې سره په یو وخت باوري سرچینې وايي چې خلیلزاد به دا ځل په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
باوري سرچینو تاند ته وویل چې د طالبانو او امریکایانو په موافقه کې اوږدمهال اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش شامل دي.
سرچینې وايي، د اوربند په سر د دوی يو لوی ستونزه دا ده چي له کومو سيمو چي امريکايي ځواکونه وځي هلته به جګړه نه کيږي او افغان ځواکونو ته به هم امریکا هلته د جګړي اجازه نه ورکوي دا ستونزه وروسته له دې پيدا شوه چي طالبانو پاکستان ته او د پاکستان جګپوړو چارواکو له طالبانو سره وليدل.
له بلې خوا د چين، جرمني، ناروې او قطر ټيمونه نن شپه په قطر کې ناسته لري چې د امريکا، طالبانو او افغان حکومت یو ګډ درې اړخیز ميکانيزم جوړ کړي. ویل کېږي چې دوی به په امريکا او طالبانو فشار راوړي چې د افغان حکومت موده وغځول شي، انتخابات دې وځنډيږي، د افغانستان د حکومت او طالبانو تر څنګ دې يوه بله د فشارو ډله دې هم يو مرکچي وټاکي چې د اوسنيو کانديدانو او ګوندونو غړي پکي وي.