او بيا دپکتيا دفرهنکيانو اوژورناليستانو دجدي پام وړ!!!
عبدالمالک همرنګ / پکتيا
متل دی چې:
په يوه ځنګله کې څو غوايان ول خو دزمريانو اوپړانکانو زورنه پرې رسيده ، نو زمريانو فکر وکړ چې دغوايانو په مينځ کې بايد تفرقه واچوي ، زمريان پدې چورت کې شول چې دغوايانو سره بيلابيلې ناستې پيل کړې خو هريو يې بيل بيل وليده ،
هرغوايه ته به يې ويل چې ته زمونږ يې ته دې ژوندی وي خو دادتور غوايه کار به په مشترکه کوو همغسې وشول کوم وخت چې په تور غوايه دزمريانو حمله وشوخه نو نور ترې پټ شول او تور غوايه له مينځه ولاړ ،
سبا ورځ زمريانو ديوه بل برګ غوايه سره وليدل چې داسپن غوايه به څه ډول شي نورو ورسره موافقه وکړه او دزمريانو لخوا پرې حمله وشوه چې هغه هم دزمريانو خوراک شو اونور ترې پټ شول ……………څه سر به مو خوګووم خو اخير يو غوايه باتې شو هغه چې زمريانو دمرستې ژمنه ورسره کړې وه ، خو يوه ورځ په همدې غوايه هم حمله وشوه او هغه هم دزمريانو خوراک شو او بالاخيره ټول له مينځه ولاړل او ځنګل ټول زمريانو ته پاتې شو حال داچې په لومړيو کې په دې غوايانو دچا زور نه رسيد ،
تاسو جنابان داخبره ځانته داسې وانه ړوی چې خړای مه کړه له تاسو مې غوايان جوړ کړي دي خو دايو مثال وو چې درسره شريک مې کړ:
اوس خبره داده چې زما په نظر عاشق الله اخلاص يار چې دپکتيا دملي راډيو تلويزيون مسول اودسليمان غر کلتوري ټولنې مشر دی يوه سياسي حمله پرې وشوه خو دپکتيا ځوانانو ، ژورناليستانو او فرهنکيانو يې په اړه څه ونه ويل اخير ولې ؟
عاشق الله اخلاص يار خو دپکتيا يو فعال ځوان دی او دپکتيا دفرهنک دبډاينې دپاره يې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي او کوي یې خو اوس داخلک څه شول چې داخلاص يار ملاتړ وکړي ،
خو زه وايم چې خوشبختنا اخلاص يار ته دومره زيان ندی اوښتی خو دپکتيا ټول ژورناليتان اوفرهنکيان ددې مسلې سره مخ دي نو بيا به دهغوی ملاتړ څوک کوي.
زه وايم چې په دې اړه بايد دافغانستان اوپکتيا ژورناليتان جدي غبرکون وښيي او داټولو ته جوته کړي چې مونږ يو يو ،
زه وايم که ژورناليستان نور څه نشي کولی دومره خو دې وکړي چې په سيمه ايزو ادارو دې رپوټونه بند کړي او دڅو ورڅو لپاره خو دې ژورناليستيکي اعتصاب اعلان کړي چې دې ټوپکوالو ته مالومه شي چې څلورمه قوه ددولت زور لري اوکنه ؟
هيله ده چې دافغانستان دژورناليستانو دملاتړ اداره او بيا دپکتيا ځایې رسنی په دې اړه جدي غبرګون وښيي او دخپل ولس او خپل مسک څخه دفاع وکړي.
ديادونې وړ ده چې د۴۰۲ سرحدي پوليسو لخوا اخلاص يار په بې رحمانه ډول وول شو او علت يې هم نامالوم وو .
اخلاص يار چې ترکومه زه پيژنم په پکتيا ولايت کې دملي راډيو تلويزيون ريس دی او دسليمان غر کلتوري ټولنې مشر هم دی .
خو خبره داده چې په پکتيا ميشت دسرحدي ځواکونو څخه داپوښتنه چا ونکړه چې ولې داکار وشو او ولې يو ملي او دولتي ژورناليست دټوپک دکونداغونو ښکار شي .
خو څومره چې مونږ ته مالوږمه ده داخلاص يار سره يو سياسي برخورد شوی دی .
دپکتيا ژورناليستانو اومدني ټولنو داناوړه کړنه په کلکو ټکو غنمدلې خو دايې ندي کړي چې دسرحدي زون قوندان مطبوعاتو ته راکش کړي او سمه پوښتنه ترې وکړي چې راتلونکی داډول بيښې تکرار نشي .
ديادونې وړده چې دالومړۍ ځل ندی چې په ژورناليستانو بريد کيږي دې وړاندې هم څو ځله دپکتيا په ولايت کې په ژورناليستانو بريدونه شوي دي خو چايې ملاتړ ندی کړی ،