لیکوال :عبدالجلال ثابت

پداسی حال کی چی مونږ د هیواد د ازادی ۹۵ کلیزه لمانځو ما ته تل  دهغه وخت د چارواکوځینی تیروتنی مخته کیږی چی نن هم مونږ د هغی له امله په مشکل کی اخته یو او لا پوره ازاد نه یو ځکه یوه برخه خلک هم د انګریزانو د پاتی شینو تر ولکی لاندی شپی ورځی صبا کوی او بیرته زمونږ پر خلاف استعمالیږی.

ددویم نړیوال جنګ پای ته درسیدو نه ورسته لویه برطانیه او متحدین یی په مالی لحاظ سره ښه کمزوری شوی وو او ددی وس توان یی نه درلود چی خپلی مستعمری نوری تر خپل استعمار لاندی وستی نودوی ته یی دا ازادی د برخلیک بښلو فیصله وکړه. ددغی استعماری سیمو دجملی نه یو هم د جنوبی اسیا سیمه وه چی په نتجه کی یی هندوستان تقسیم اوپاکستان منځ ته راغی. لیکن دا هر څه په زور او نه په جنګ جګړی وشول بلکه دیوفرنګی فرمان له مخی فیصله داسی وشوه  چی دوه هیوادونه به  د یو سر تا سری ټول پوښتنی  په نتجه کی رامینځ ته کیږی چی یوه سیمه به د مسلمانانو نمایندګی اوبله سیمه به دهندی مذهبو  وګړو نمایندګی کوی.

ددی ټول پوښتنی په اساس د کومی په  نتجه کی  چی پوښتونستان په ناببره توګه په  ۱۹۴۷کال کی په پاکستان کی شامل کړی شودپښتون ولس په حق کی یو سترخیانت وشو.  ځکه چی په دی ټول- پوښتنه کی دپښتونخوا د سیمی یواځی ۱۵٪ خلکو بر خه اخیستی وه اوپه رایی پاڼه کی وګړوته هیڅ کوم داسی وړاندیز نه ورکړل شوی چی ایا ته پرته له پاکستانه او یا له هندوستانه یو ازاد هیواد هم غواړي که يا ؟  بلکه دغه دوه وړاندیزونه یی درلودل  چی ایا د مسلمانانو سره شا میلیدل غواړی او که د هندوستان سره  په تیره بیا په داسی یوه ټولنه که چی خلک یی خورا سخت مذهبی وی .

پخپله په پښتونخوا سیمه کی هم ددی پریکړی او پاکستان ضد پراخ خوځښتونه موجود وو چی ددغی جملی نه په چهار صده، مردان او پیښور سیمو کی دازادی د تحریک مفکر او د عدم تشدد بانی خان عبدالغفارخان او ورونه وو چی د ازاد پوښتونستان حمایت یی کوو. ددی ترسنګ د پښتونخوا د نورو سیمو قومی مشران لکه  د سوات والی ښا علی میاګل جهانریب چی ان له تر ۱۹۶۵ کالونو پوری یی پاکستان په رسمیت و نه پیژنده او ددی سره سره د دیرنواب چی دپاکستان د د جوړیدلو اصلأ کلک مخالف او دافغانستان د واکمنو سره یی نژدی اړیکی لرلی  دازادی په تحریک کی خورا مهم رول لرلو.

ولی افغانستان چی په سیمه کی یی په هر لحاظ سره څه دنظامی ځواک څښتنولي څه د قومی جوړښت او اتحاد سرداری چی دډیورند دکرښی هغه غاړی مشرانو سره یی لرله څه په دوهمه نړیواله جکړه کی د بی طرفی غوراوی او په جنک کی دنه برخی اخیستلو سیاست چی په سیمه کی خورا  قوی موقف  وربښلی وه کولای شول پاکستان پرینږدی چی پښتونستان په چل ول لاندی کړی. دتاریخ پدغه مهم پړاوکی د پښتونستان له لاسه  ورکول د افغانستان د وخت د واکمنو په برخه یوه منطقی لو يه دیپلوماتیکه او سیاسی  نا کامی بولم .

اول د وخت وکمنانو ونه شو کړی چی دیو جدیدالتاسیس او په سیاسی، اقتصادی، نظامی او ټولنیز لحاظه کمزوری پاکستان نه خپله خاوره بیرته واخلی. ځکه پاکستان یو نوی تشکیل شوی دولت وو اوپه سیمه کی یی هیڅ اعتبار اومحبوبیت نه درلود. بل طرفته  پاکستان د جوړیدلو د اولی ورځی نه د یو قوی رقیب هندوستان  سره د کشمیر په جنجال باندی لاس په ګریوان وو. سربیره پردی افغانستان په بین المللی لحاظ سره د یو ستر ګاونډی شوروی اتحاد  د کلک ملاتړ څخه بر خه من وو او په ‌‌ډيره اسانی سره یی کولای شول چی د پاکستان پر وړاندی د خپل سیاسی او یا نظامی  موقف نه دملاتړ دپاره مناسب امکانات  ولری. دافغانستان د وخت واکمنو کولای شول چی د پاکستان د دولت سره ددی خبری سپناوی وکړی چی د ډیورند کرښه نور کوم مشروعیت نه لری ځکه برطانوی هند له مینځه تللی وو او ددی سره هغه موافقه چی دانګریزانو سره  دډیورند کرښی په نامه لاسلیک شوی وه هم له مینځه لاړه او کوم بین المللی اعتبار یی نه درلود. د وخت واکمنو له پکار ووچی اقدام  یی کړی وای څه سیاسی، دیپلوماتیک او بلااخره نظامی  او دغی متنازغه کرښه ته یی په هر شکل د پای ټکی ایښودی وای .

ولی ددومره قوی امکاناتو سره چی پدغه وخت کی مونږ درلودل د وخت واکمنو یو خورا کمزوری موقف غوره کړو او په ملل متحد کی یی د پاکستان د رسمیت د نه پژندلو پریکړه وکړه  حال دا چی پخپله ملل متحد هم یو جدید التاسیس او په سیاسی لحاظ سره یو کمزوری سازمان وو چی هیڅ  اعتبار، مشروعیت او موثریت یی نه لرلو. او پدی ترتیب سره  یی دډیورند جنجالی لانجه مونږاو اینده نسلونه ته د یو چلینج په توګه پریښوده چی له امله یی هر ورځ ددواړو طرفته پرته خلک کړیږی او رنځیږی.
لیکوال :عبدالجلال ثابت
[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *