نجیب الله خان –

لومړی مبارکې ملي امنیتي ځواکونو او ادارو ته ورکوم چې د هیواد د استقلال د ۹۶ کلیزې د نمانځلو لپاره یې ټول هیواد کې پوره امنیت نیولی و او مراسم پرته له کومي سترې واقعې پای ته ورسیدل. زمونږ ویاړ یاست.

دوهمه خبره دا چې ګرانو هیوادوالو مبارک مو شه،
د ازادۍ د جشن د سږ کال نمانځل په تیرو ۲۳ کلونو کې بیسارې و. په ټولنیزو شبکو، تلویزونونو او رادیوګانو کې چې ما تعقیبول نو د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د نمانځغونډو رنګین تصویرونه، ویډیوګاني او په زړه پوري راپورونه ښودل کیدل. په هر ولایت کې په رسمي ډول د حکومت محلي ادارو او د ولسونو لخوا په زور او ځوږ سره د ګران افغانستان د استقلال ۹۶ کلیزه ونمانځل شوه. تر ټولو د خوشالي خبره داده چې سږ کال د افغان ولس اشتراک تر بل هر وخت زیات و، د هغوئ روحیه او ��ورال تر پخوا ډیر قوي و، او ملي جذبه یې تر بل هر وخت په جوش کې وه. انتحار او نفجار هر ډول ویره او ډار یې تر شا پریښودل او په ډیره میړانه یې دا ورځ ونمانځله.

د هیوادوالو د دې پراخ ولسي ګډون او په بیساري ډول د دې ملي او له افتخاره ډکې ورځې څخه د لمانځلو څو مهم اړخونه او دلیلونه:

لومړی خو دا چې الحمد الله د هیوادوالو عامه پوهاوی بیساري زیات شوی او ملت تر بل هر وخت د ازادي په مفهوم، ارزښت او د ازادي لپاره په ورکړي قیمت ښه پوهیږي. ملت بیدار شوی او نور غواړي هر دښمن ته وښيې چې دا ملت هیڅکله ماته نده منلي او نه هم د هغوئ ازادې څوک تري اخیستلای شي او د ملت ویښتابه تر بل هر وخت زیات شوی دی.

دوهمه مهمه خبر داده چې دا ځل هیوادوال د ازادۍ د جشن د نمانځلو په جریان کې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریدل، هغوئ ته یې ملي بیرغونه رپول، ګلونه او تحفي یې ورکړي. له هغوئ سره په صفونو کې ودریدل، هغوئ یې په میډیا کې په بیساري ډول وستایل او ونمانځل او د غازي امان الله خان سرښندني او لاسته راوړنه یې د خپلو ملي او امنیتي ځواکونو سره په مینه کولو، له هغوئ سره په یو صف کې دریدلو او له هغوئ څخه په کلک ملاتړ کولو ونمانځلي. په عین وخت کې د حکومت رهبري هم د ولس ددغه ملاتړ ننګه وکړه. د هیواد سرتیري یې ونمانځل، تقدیر یې کړل، مډالونه او رتبي یې ورکړي، او مکافات یې کړل. د حکومت، او ولس تر منځ دغه همغږي، چې تل یې سخت ضرورت لیدل کیدل، په تیرو ۲۳ کلونو کې بیساري ده او د افغان ولس د ستر شعوري بدلون نښه ده.

معنا دا چې په ملي امنیتي ځواکونو د ولس باور ورځ تر بلي زیاتیږي او زیات شوی. او اوس د ولس قاطع اکثریت په دې پوهیږي چې ملي امنیتي ځواکونه په هیواد کې یواځينۍ مشروع ځواکونه او قوه ده چې د هیواد له سرحدونو څخه دفاع کوې او د خلکو امنیت خوندې کوې او افغان ولس یې هم ملاتړ کوي، او دریمه مهمه خبر دا چې ملت په دې پوهیدلی چې هغه باغیان چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د پردیو د ګټو لپاره جنګیږي په ناحقه دې او ددغو تروریستانو او باغیانو په مقابل کې د امنیتي ځواکونو مبارزه حقه ده. او د ولس نفرت، غصه په زیاتیدو او حوصله په ختمیدو ده.

دریمه خبر دا چې د نن ملت هغه نده چې شل کاله مخکې و. نن د هیواد هر وګړی د دښمن په پیژندګلوو کې دوکتورا لري. نن که له یوه دهقانه پوښتنه وکړو چې په هیواد کې د رواني ناروا جګړي تر شا د چا لاس دی؟ زمونږ د هیواد او خلکو اصلي دښمن څوک دې؟ نو د هغه ځواب به همدا وې چې پاکستان، پاکستان، او پاکستان. نو نن تر بل هر وخت د دښمن پیژندل اسانه شوي او پدي اړه هیوادوال یوې ملي اجماع ته رسیدلي دې.

پرون د افغانستان او افغان ولس ازادي چا چلینج کوله؟

یو شمیر خلکو، چې په شعوري او یا غیر شعوري ډول د هیواد د دښمنانو او باغیانو طرفداري کوي، دا ونه شوای زغملای چې د هیواد د ازادۍ جشن دې وروسته له ډیري مودې په داسي شور، ځوږ او جذبه سره ونمانځل شي. خراب اقتصاد، امنیتي ستونځي او بیا هم د ولس دومره پراخ ګډون او هیوادنۍ مینه؟! دوئ د ولس د اذهانو د مغشوشولو او د باغیانو د ماتي د توجبه په خاطر د مطبوعاتو او ټولنیزو شبکو له لاري په چیغو سر شول. چا د هیواد او ولس ازادې چلینج کړه، چا بیا حکومت چلینج کړل، چا هم تاریخ، ملي اتلان، او د ازادې ګټونکي چلینج او تر پوښتنو لاندې راوستل. خو د دوئ هیڅ ادعا او دلیل قانع کونکی نه و او نده ځکه دوئ عقدې اخیستي، بخیلان دې او فقط غواړې د خلکو توجو له دغه ستر ملي ویاړ او افتخار څخه واړوي. ددغو مخربینو ځیني خو یې په اوسني حکومت کې هم شته، ځیني یې که په دولت کې ندې نو د دولت تر چتر لاندې کاروبارونه لري.

د هیواد استقلال له ورځي څخه د افغان ولس د پروني شانداره او له هر ډول ویري پرته لمانځلو څه پیغام لرل؟

زمونږ د هیواد او خلکو دښمن نوره ماته خوړلي. د افغانستان او افغانانو دښمن نور په روحي ډول، په فزیکي ډول، په نظامي برخه کې غاښ ماتونکې ماته خوړلي. افغان ولس یې نوره هیڅ ډول پروا نلري. د هیواد او خلکو پنجابي تور مخي دښمن چې تل یې هڅه کړي چې ولس په ملي امنیتي ځواکونو، ملي ورځو او افغان ویاړلي تاریخ بي باوره کړې نور باید په دې پوه شي چې افغان ولس که داخلي هرڅومره ستونځي ولري خو د بهرني دښمن په پيژندلو کې نوره غلطي نکوي او نور د پنجاب دغه ناکامه طالبي او افراطي نسخه ددي ملت د وحدت او یووالي په له منځه وړلو کې کار نکوې.

دا چې دښمن لا هم د پردیو په لمسون سرټمبګې کوې، خپله ماته نه مني، او د هغوئ شعوري او غیر شعوري ملاتړي د هغوئ ناروا جګړه او قتلونه توجیه کوې نو دا د هغوئ بي شرمي، او سرټمبګې ښيې. کنه نو کله چې افغان ولس له خپلو امنیتي ځواکونو څخه په داسي بیساري ډول ملاتړ اعلان کړل، بیا نو هیڅوک نشي کولای چې دې ولس، او د هغوئ زړورو ملي امنیتي ځواکونو ته ماتي ورکړي؟؟

تل دې وې ازاد، اباد او په ځان بسیا افغانستان. ‎

One thought on “د افغانستان د استقلال د جشن لمانځل او د دښمن ورته کتل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *