محمد حامد “پتمل”  

محمد حامد “پتمل”  

په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د انټرنټ استفاده کوونکي د هیواد د نفوس ۵.۵ سلنه شمیر(تقریبا ۱.۵ میلیون) ښوده [۱]، شپږ کاله وروسته ۲۰۱۸ کال کی دغه شمیره د هیواد ۱۶.۵ سلنه نفوس ته لوړه شوې، یعنې له ۳۶،۳۷۳،۱۷۶ تقریبي نفوس څخه  ۶،۰۰۳،۱۸۳ یې د انټرنټ څخه ګټه اخلي[۲].

۲۰۱۸ کال کې ځینو عملي راپورونو د افغانستان د انټرنټ منځنی سرعت تر تیرو کلونو ټیټ ښودلی، له دې ډلې د  World Broadband Speed League ۲۰۱۸ کال راپور یادولی شو چې تیر کال یې د افغانستان د انټرنټ منځنی سرعت ۱.۲۷ Mb پر ثانیې او سږ کال یې دغه سرعت ۱.۱۵ Mb پر ثانیې ښودلی. د انټرنټ منځنی سرعت په بیلابیلو دلیلونو نزول کوي، له هغې ډلې یو خو د انټرنټي اپلیکیشنو ډیرښت دی چې د خلکو د ډیرې استفادې سبب کیږي؛ بل خپله د انټرنټ مصرفوونکي ورځ تر بلې په ډیریدو دي، څرنګه مو چې دمخه یادونه وکړه له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د انټرنټ مصرفوونکو شمیر کې تقریبا ۴.۵ میلیونه نفوس ډیر شوی چې دا د سرعت په کمیدو مستقیم اثر لري په ځانګړي توګه هغه وخت چې اړونده ارګانونه په خپل وخت د انټرنټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د نوښت په راوستو و نه توانیږي.

د موضوع وضاحت لپاره به ښه وي چې د هیواد انټرنټي خدمتونو اوسني سیسټمونه وکتل شي او بیا یې د سرعت د زیاتولو لارې چارې و لټول شي. افغانستان کې د انټرنټ خدمتونه له لاندینیو لارو وړاندې کیږي:

  • ډي اس ال (DSL- Direct Subscriber Line) – ډي اس ال د سیم په وسیله مشتري د انټرنټ له خدمت سره نښلوي. د ډي اس ال سرعت له ۲۵۶ kb تر ۲۰ Mb پر ثانیې رسیږي.
  • وایفای (Wifi) – وایفای چی د ډي اس ال په پرتله یی سرعت ښه دی تر ۵۰ Mb پر ثانیې رسیږي، له LAN(Local area network) سره نښلول کیږي او تر لسګونو مترو د بیسیم په څیر کار کوي.
  • وایمکس (Wimax) – چی د بیسیم انټرنټ څلورم نسل ده تر وایفای لږ لوړ سرعت وړاندی کوي او تر لسګونو مایلونو کار کوي.
  • وي سټ VSAT (Very Small Aperture Terminal) – وي سټ هغه وخت استفاده کیږي چی ځمکنۍ انټرنټي اړیکي موجودې نه وي، یعنی د جغرافیايي موقعیت په سبب و نشو کولای له ځمکني سیسټم څخه ګټه پورته کړو، یا هم هغه وخت چی زمونږ اړتیا د ځمکنیو سیسټمو څخه پوره نشي له وي سټ څخه استفاده کیږي ترڅو له سټلایټ څخه مونږ ته د انټرنټ بانډ راکړي. د دې سرعت بیلابیلو ځایونو سره توپیر لري او تر سلګونو Mb پر ثانیې رسیږي، افغانستان کې تر لسګونو Mb پر ثانیې سرعت ورکولی شي.
  • نوري فایبر (Fiber Optics) – نوري فایبر ډیر تیز سرعت لري، اوسني وخت کې د انټرنټ لپاره پرمختللې ټکنالوجي ده. سرعت یې تر لسګونو Tb پر ثانیې (یو Tb = یو میلیون Mb) پوری رسیږي، خو د نوري فایبر د انټرنټ سرعت لا تر اوسه دې کچې ته نه دی رسیدلی، تر اوسه ۱۰۰ Gb  پر ثانیې انټرنټ ترې استفاده کیږي[۳].

د World Broadband Speed League  ۲۰۱۸ کال راپور کې سنګاپور د ۶۰.۳۹ Mb پر ثانیې منځني سرعت درلودو سره له ۲۰۰ هیوادو لومړی مقام خپل کړی افغانستان په ۱.۱۵ Mb پر ثانې ۱۸۰ او یمن د ۰.۳۱ Mb پر ثانیې منځني سرعت آخری مقام خپل کړي. سنګاپور د لوړترین انټرنټي سرعت درلودونکی هیواد د ۲۰۱۴ کال نومبر میاشت کې د کورنیو لپاره د نوري فایبر ۲ Gb پر ثانیې سرعت بازار ته وړاندې کړ چی دنیا کې د جاپان ترڅنګ ټولو لوړ سرعت وه[۴]. کیبلي خدمتونه او ډي اس ال یې د ۲۰۱۶ کال جون میاشتې کې د تل لپاره لرې کړل. همدا وجه ده چی د نړۍ تر ټولو لوړ سرعت یې خپل کړی. نوري فایبر افغانستان کې یوازی د یوې دایروي کړۍ په څیر د ولایتونو مرکزونه سره نښلولي، آن تر دې چې د ځینو ولایتونو مرکزونه لا هم دې کړۍ سره نه دي نښلول شوي. دا چې ولې د هیواد ټولې سیمې د دې نوې ټکنالوجۍ په مټ له انټرنټ سره نه دي نښلول شوي کیدای شي بیلابیل دلیلونه ولري هغه دا چې افغانستان یو غرنی هیواد دی نو ځکه د هیواد ځینو سیمو ته د فایبر غځول نا ممکنه دي، بل دا چې د هیواد ډیری سیمې امنیت نه لري چې د پروژو پر مخ بیول هلته ګران دي، او دا چې د نوري فایبر پروژې ډیر لګښت ته اړتیا لري او زمونږ دولت نشي کولی کم وخت کې د نوري فایبر له لارې د انټرنټ خدمتونه کورنیو ته وړاندې کړي. د افغانستان د نوري فایبرشبکه په لاندیني انځور کې کتلی شی، البته دا انځور د ۲۰۱۷ کال دی.

اوسمهال د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت د چین هیواد سره د واخان له لاری د لومړي ځل لپاره د نوري فایبر کیبل غځونې پروژې باندې کار کوي او څرنګه چې له انځور څخه ښکاري ایران سره د اسلام قلعې له لارې د نوري فایبر کیبل نښلول شوی دا ځل د چابهار له لارې دوهم کیبل باندې هم کار روان دی. د ولایاتو تر کچې د نوري فایبر نښلول هم د دغه وزارت له راتلونکو کارونو څخه دی[۵].

که څه هم د انټرنټ د منځني سرعت د کمیدو ځینو علتونو ته مو مخکې اشاره وکړه، ولی په عمومي ډول سره د انټرنټ سرعت له لاندینیو عناصرو سره تړاو لري چې ټول یو له بل سره تړلي دي:

د انټرنټ د تبادلې نقاطو (Internet Exchange Points (IXPs)) اندازه او تراکم

دا هغه ځایونه دي چې د انټرنټ د بانډ پلنوالی (Bandwidth) دلته تولیدیږي او بیا د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کوونکو یا Internet Service Providers (ISPs) په وسیله دغه بانډ اخیستل کیږي او مشتریانو ته ورکول کیږي، لکه هغه کسان چی تولیدي توکي له فابریکو اخلي او بیا یی د خلکو تر کورونو رسوي. څومره چی IXPs سترې وي، هومره پلن بانډ تولیدوی شي؛‎ څومره چی دوی مشتریانو ته نږدی وي، هومره ژر ISPs کولی شي د انټرنټ بانډ په ښه قیمت تر خلکو ورسوي.

  • د انټرنټ مصروفوونکو د نفوس تراکم

کله چې ډیر خلک په یو وخت کې له انټرنټ څخه استفاده وکړي، د انټرنټ سرعت را ټیټیږي. ځکه د انټرنټ بانډ په ټولو مشتریانو ویشل کیږي. د دې مشکل د حل لپاره باید IXPs سترې کړی شي، یوازی د IXPs سترول هم نشي کولی دا مشکل حل کړي که چیرې مشتریان دوی ته نږدې نه وي، یعنی د IXPs تراکم هم باید په داسې شکل سره ډیر شي تر څو د دوی او مشتریانو تر منځ واټن را کم شي دا ځکه چې:

د انټرنټ د لیږد قیمت = سرعت x فاصله

نو فاصله تعین کوونکی رول په سرعت او کیفیت کې لري.

  • د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو (ISPs) تر منځ سیالۍ

د ISPs تر منځ سیالۍ یو له مهمو مواردو څخه ده چی د انټرنټ سرعت او کیفیت ورسره تړاو لري. د ISPs تر منځ سیالۍ کولی شي د بازار جبري فشار په سرعت، کیفیت او قیمت کې پيدا کړي. که چیرې دغه سیالۍ نه وي نو سرعت به ټیټ وي، قیمت به لوړ وي او کیفیت به هم خراب وي.

څرنګه چې د نړۍ تجربو ښودلې چې انټرنټ په کار موندنې، کاري سرعت، عامه پوهاوی، اقتصاد او د هیوادونو په پرمختګ کی ډیر ارزښتناکه رول لوبوي، نو باید دې برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وشي تر څو زمونږ ګران هیواد افغانستان د نویو ټکنالوجیو له ګټو بې برخې پاتې نشي.

محمد حامد “پتمل”

منابع:

[۱]. https://www.bandwidthplace.com

[۲].  https://www.internetworldstats.com

[۳]. https://www.extremetech.com/computing/187258-43tbps-over-a-single-fiber-worlds-fastest-network-would-let-you-download-a-movie-in-0-2-milliseconds

[۴]. https://www.zdnet.com/article/singapore-isp-unveils-2gbps-fiber-broadband-service

[۵]. https://www.itu.int/en/ITU-D/Regional-Presence/CIS/Documents/Events/2018/08_Issyk-Kul/Presentations/ITU%20Workshop%2028.08.2018%20-%20Shahzad%20Gul%20Aryobee.pdf

2 thoughts on “د افغانستان د انټرنټ سرعت د صعود په ځای نزول کړی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *