نن دوشنبه د اپریل په ۱۱مه نيټه ټوکيو ملي موزيم کې د باختر د خزانې اثارو نندارتون پرانیستل شو. په یادو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ښاغلي زردشت شمس، د ټوکيو ملي موزيم ريس ښاغلي ماسامي زينيا، په ټوکيو کې د افغانستان سفير ښاغلي ډاکټر سيد محمد امين فاطمي په شمول د جاپان د فرهنګ وزارت مسولینو او زیات شمير مينه والو ګډون وکړ.

ښاغلي شمس د جاپان حکومت او ملت څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس او فرهنګ سره ډیره مينه لري ځکه يې د افغانستان د ملي موزيم د باختر د خزانې اثارو نندارتون کوربه توب غوښتنه وکړه. هغه وویل د افغانستان حکومت هم ددوۍ د لیوالتیا درناوی کوي او همدا دليل دې چېنن موږ د خپلو فرهنګي ميراثونو ارزښتناکه اثار د ټوکيو په ملي موزيم 2کې نندارې ته وړاندې کوو.

ښاغلي شمس زیاته کړه چې یاد نندارتون به د افغاني فرهنګ معرفي کولو کې زیات ګټور ثابت شي او د جاپان ولس او حکومت سره به د افغانستان کلتوري اړيکې لاپیاوړې کړي.

همداراز ښاغلي شمس د جاپان د بيځايه شويو فرهنګي ميراثونو د کميټې (  Japan Committee for Protecting Displaced Cultural Heritages) څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ملي موزيم اړوند ۱۰۲ قلمه اثار چې د کورنې جګړې پرمهال لوټل شوي وو د تيرو ۱۵ کلونو راهېڅې يې ساتلياو ترميم کړي او د ټوکيو نندارتون په پاې کې به افغانستان ته تسليم کړاې شي.

د ټوکيو ملي موزيم ريس ښاغلي ماسامي زينيا د افغانستان حکومت څخه مننه وکړه چې ددوۍ غوښتنه يې ومنله او د ملي موزيم اثار يې جاپان کې نندارې لپاره واستول. نوموړي زیاته کړه، ډیر خوښ دې چې د داسې ارزښتناکه او لرغونيو تاريخي اثارو کوربه توب کوي. هغه د افغانستان په تاريخي او کلتوري ارزښت هم رڼا واچوله او زياته يې کړه چې دغه اثار ښايي چې موږ یو شمير کلتوري او تاريخي مشترکات لرو او په لرغونېو زمانو کې د افغانستان د سيمې څخه مدنيت او فرهنګ زموږ سيمې ته پراختيا موندلې.

د يادونې وړ ده چې ټوکيو ملي موزيم کې به یاد اثار د ۲۰۱۶ د جون تر ۱۹ مې نيټې نندارې ته وړاندې کيږي. تر دې د مخه همدا اثار د کيوشو په ملي موزيم کې د يوې نيمې میاشتې پورې نندارې ته وړاندې شول چې نېږدې اویا زره ۷۰۰۰۰ خلک يې ليدو ته راغلل. د دواړو نندارتونو له لارې دوه نيم سوه زره امريکايي ډالر هم ترلاسه شوي.

همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال  د جاپان د بيځايه شويو فرهنګي ميراثونو د کميټې (  Japan Committee for Protecting Displaced Cultural Heritages) ريس ښاغلي پروفيسور ماساکي مياساکوسره د ۱۰۲ قلمو اثارو هيواد ته د ستنيدو لپاره یو تفاهم ليک هم لاسليک کړ چې د یاد تفاهم ليک پر اساس به د نندارتون په پاې کې ۱۰۲ قلمه اثار افغانستان ته واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *