تاند- د افغانستان حکومت هغه راپورونه تایید کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې پاکستان افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې جګړه بس کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، طالبانو ته د پاکستان خبرداری ښيي چې دغه هیواد د افغانستان د سولې د خبرو پلوی دی او په دې برخه کې همکاري کوي.
مستغني وویل، د پاکستان خبرداری په حقیقت کې د هغو ژمنو برخه دی چې اسلام اباد له افغانستان سره کړي دي.
پرون د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ولیکل، پاکستان په خپله خاوره کې مېشتو افغان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا ژر تر ژره پسرلني عملیات ودروي او یا دې د خپل عمل پایلو ته انتظار وکړي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په اسلام اباد کې باوري سرچینو ورته ویلي چې طالبانو ته د پاکستان له دې خبرداري څخه د افغانستان حکومت هم خبر دی.
سرچینې، چې ایکسپریس تریبیون یې د نوم یادونه نه ده کړې، دا هم ویلي چې د جګړې د نه درولو په صورت کې طالبان د پاکستان او افغانستان له ګډ اقدام سره مخامخېدای شي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو ريیس د فبرورۍ په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر ته ژمنه ورکړه چې طالبان به د مارچ په لومړیو کې خبرو ته راولي خو د افغان او پاکستاني چارواکو له لوري د دې مسلې افشا سبب شوه چې طالبان خبرې وځنډوي.
باوري سرچینې وايي چې د طالبانو مشرانو، چې په پاکستان کې مېشت دي، د پاکستان استخباراتي مامورینو ته ویلي چې که په داسي یو حالت کې خبرې وکړي هم به افغانانو او هم به نړیوالو ته ثابته شي چې د لوبې کنټرول د پاکستان په لاس کې دی.
د دغو سرچینو په باور د طالبانو له لوري د وروستیو ورځو د پر له پسې انتحاري حملو هدف هم دا دی چې له پاکستانه خپله خپلواکي ثابته کړي.