تاند، شنبه،د حمل ۲۳مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د عرب ایتلاف د اوربند اعلان ته په اشاره له طالبانو غوښتي چې په هېواد کې دې ژر تر ژره جګړه ودروي او اوربند دې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، کابل په یمن کې د دوه اوونیو اوربند د اعلان هرکلی کوي خو طالبان هم باید چې په افغانستان کې د کورونا د مخنیوي د هڅو د ګړندیتوب په خاطر اوربند وکړي.

اعلامیه وايي، افغان دولت د بشري مرستو او روغتیايي امکاناتو د رسولو په خاطر له طالبانو غواړي چې هېواد کې سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان په پاچا، نړیوالو بنسټونو او ټولې اسلامي نړۍ څخه په کلکه غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې دې د اوربند د ټینګښت لپاره خپل ګړندي ګامونه واخلي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم د حمل په ۵مه له طالبانو غوښتي وو چې د کورونا پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.
همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي، ناټو، اروپايي ټولنې، یوناما، امریکا او ګڼو لوریو په افغانستان کې د اوربند ټینګښت مهمه اړتیا بللې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې بشري مرستو او طبي خدماتو ته دې په خپلو سیمو کې اجازه ورکړي.

که څه هم یو وخت طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي وو چې د کورونا د خپرېدو په صورت کې دوی اوربند ته چمتو دي، خو نوموړي وروسته بیرته خپله خبره رد کړه.

5 thoughts on “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلامي نړۍ غږ کړی چې پر طالبانو اوربند ومني”
  1. د طالیب څحه دبشر دوستی هیله یو خیال دی۰
    د طالیب وظیفه انسان وژنه او وطن ورانول ایس ای خوشخالول دی۰
    بشر دوستی سوله او انسانیت د اشرف غنی کار دی۰
    مننه

  2. اسلامی نړی بیچاره خپله د اته اتیا ستونزو سره مخامخ ده
    اصلاً باید د طالب د اصلی بادار یعنی ل ن د ن څخه په ټینګه وغوښتل سی چی نور بس دی امپراطوری دی ړنګه سوی او د ړنګیدو په حال کی ده او پخپل ستراتژیک لابراتوار کی دی د مارکسیزم – لیننیزم د ویروس بېره هم له منځه تللی ده نور نو زموږ بیچارګانو څخه څه غواړې؟

  3. خدای دی خره ته ښکر نه ورکوی.

    بیا له بده مرغه ددغه خره چوکه دمنطقوی شییطان په لاس کی ده

  4. نه،موافق نیستم
    این توهین به حمار است ،زیرا حمار حیوان مفید و اهلی میباشد.همیشه در خدمت انسان است
    موجودیکه مطلوب شماست ، مضر ،نهایت وحشی و لجام ګسیخته می باشد وپابند هیچ رسمی نمی باشد، از کشتن و تباهی لذت می برد و حمار این خصوصیت را ندارد زیرا آنرا بعضی که زیاد از خدمت اش راضی اند آنرا حمارګل می ګویند

  5. له ټالبه سول غوښتل داسې دي لکه پسه چې له قصابه د خپل ځان په هکله ترحم غواړي. ټالب اصلا د ژلو یوه جهنمي ، تروریستي وسیله ده چې د مظلومو افغانانو د وژلو او د ګران افغانستان د ورانولو لپاره جوړه شوېده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *