تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په راتلونکي حکومت کې طالبانو ته د یو شمېر ولایتونو د ورکولو په باب د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې وغندلې او هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې نښه وبللې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکیب مستغني نن /دوشنبه/ له خبریالانو سره په خپله اوونیزي خبري غونډه کې وویل:«افغانستان هیڅ بهرني هیواد ته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي.»
سرتاج عزیز تېره اوونۍ د امریکا له وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې په ډاډ ویلي و چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر له طالبانو سره د سولې او پخلاینې چانس لري. ده همداراز ویلي و چې پاکستان نه غواړي طالبان د پاکستان پولو ته نژدې جګړې ته دوام ورکړي یا سیمې لاندې کړي ځکه چې بیا به پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پناهځایونه جوړ کړي نو پاکستان غوره بولي چې طالبانو ته دې راتلونکی حکومت د افغانستان یو شمېر ولایتونه ورکړي او په حکومت کې دې شریک شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې پر هغو ژمنو ودرېږي چې د توکیو په کنفرانس کې یې له افغانستان سره کړي دي.
مستغني همدارز وویل چې هند وعده کړې چې د افغانستان ملي اردو ته به مالي او پوځي مرستې ورکړي.
له سرتاج عزیز باید ګیله و نه شي ځکه هغه د حرا منډيي تولید دی!!!؟؟؟
هسی سرتاج عزیز بد کوی که دا کار غواړی چی افغانستان دی څو ولایتونه طالبانو ته ورکړی نو پاکستان دی هم ټول سوبه بلوچستان او پښتونستان دی طالبانو ته خوشی کړی ولی دا کار خپل هیواد کی نه کوی چی مونږ ته نور هم د سردرد پیدا کوی الله پاک دی دا پاکشیطان د ځمکی له کری نیست او نابود کړی. آمین ثم آمین
هاهاها
نسيم وروره دا پاكشيطان نه بلكي ناپاك او پليتشيطان ده