تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال افغانستان، هند، چین، اروپا او عربي هېوادونو ته ۲۵۵ ټنه تازه مېوه صادر کړې ده چې دا د تېر کال په پرتله د افغانستان د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند سمیر رسا وايي، د افغانستان د تازه مېوو صادرات سږ کال هند، چین، اماراتو او ترکیې ته د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له کبله د ۲۰۱۸ په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوی.
د افغانستان انار، مڼې، خربوزې، هندواڼې او انګور هغه تازه مېوه جات دي چې د هوايي دهلېزونو له لارې هند، چین، اروپا او عربي هېوادونو ته یې صادرات زیات شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان د تازه میوو د صادراتو په مخه کې خنډ جوړوي.
خو سوداګر بیا وایي، هوایي دهلېزونه د صادراتو ډېرولو حل لاره نه ده، بلکې حکومت باید د ځمکني ټرانزیټ په برخه کې د دوی د صادراتو پر وړاندې ستونزې حل کړي.