تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان پلاوي په ګډون نن /پنجشنبه/ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان د تماس ډلې غونډه جوړېږي.
په دې نړیواله غونډه کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې لیزا کرټس هم ګډون کوي.
په دې غونډه کې، چې د اذربایجان په کوربه توب جوړېږي، د تماس د نړیوالې ډلې غړي هیوادونه به په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د تماس نړیواله ډله د افغانستان او سیمې له انکشافاتو سره پر کومک د خبرو اترو یو چوکاټ یا پلېټ فارم دی.
د افغانستان د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ م کال جوړه شوه چې ۶۰ هیوادونه او نړیوالې یا سیمه ییزې موسسې پکې رایوځای شوي دي.
جرمني له افغانستان سره په ګډه د افغانستان د تماس د نړیوالې ډلې مشري کوي.
د اذربایجان د پلازمېنې باکو په نننۍ غونډه کې به د دې ډلې د غړیو هیوادونو او نړیوالو موسسو۹۰ استازي ګډون وکړي.