۲۰ دلو ۱۳۹۵

د افغانستان د تمویلوونکو بنسټونو ناسته نن د سلواغې میاشتې په ۲۰ نېټه د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي امین حبیبي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ښاغلي مارک بوډن په ګډه مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي امین حبیبي د ۳+۳+۵ هیوادونو، د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ او د لوړ پوړو چارواکو د ناستو په اړه چې په پام کې ده د افغان دولت او د تمویلونکو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو تر منځ په روان کال کې پرمختګونو ته د بیاکتنې په اړه جوړه شي هر اړخیز معلومات ورکړل.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ښاغلي مارک بوډن وویل: د بېرته ستنېدونکو  او د وروستیو پېښو د زیانمنو د ستونزو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه شوي او په خپلو کاري پلانونو کار کوي.

د مالیې وزارت د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي ضیاالرحمان حلیمي د ۱۳۹۶مالي کال د بودیجې په اړه وویل چې په تېر مالي کال کې د بودیجوي واحدونو له لوري د ملي بودیجې لکښت په بېساري ډول لوړ وو. نوموړي همداشان په اغېزمنه او ګټوره توګه د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي بودیجې د لګښت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

 د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د اطلاع رسونې وضعیت پر مېکانیزم، مالیاتي کمپاین، د مالیې وزارت د لاس ته راوړنو په اړه د پوهاوي په موخه د هیواد څلورو زونو ته د سفرونو، د معلوماتي سټراتېژۍ او په راتلونکې کې د مالیې وزارت د اړیکو پر پلانونو معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې د یادو شویو موضوعاتو په اړه د ګډونوالو له خوا هر اړخیز بحث وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *