پوهندوی آصف بهاند |
زما په قهرمانانو کې یو محمد تنها دی
زما له پاره قهرمان هغه څوک نه دی چې د خدای مخلوق په عذابوي او د ژوند له نعمت څخه یې محروموي، زما له پاره قهرمان هغه څوک دی چې د خدای مخلوق ته د ښه ژوند کولو او د وطن د آبادولو علمي لارې چارې ښيي او د ښه ژوند کولو، پرمختگ آسانتیاوې ورته برابروي او…
زما په قهرمانانو کې یو محمد تنها دی.
محمد تنها درې کاله او اته میاشتې مخکې له خپل وطن افغانستان څخه، د امیدونو له یو کاروان سره د جرمني هنوور پوهنتون ته د لوړو زدکړو او نویو تجربو د تر لاسه کولو په پار راغلی و او دا دی اوس په هسکه غاړه او د خپلو خلکو او وطن له پاره لا نورو هیلو سره ډک لاس د خدمت له پاره چمتو شو.
محمد تنها نه یوازې د ځان او خپلې کورنۍ له پاره د ویاړ یوه شمله شوه، بلکې د ټولو افغانانو او ټول وطن له پاره ویاړ شو او له ټولو نه وړاندې د افغانستان د پوهنتوني کورنۍ اوعلمي کورنۍ او د هغوي د اصلي ټاټوبي کابل پوهنتون له پاره، چې په افغانستان کې د پوهنتونونو مور گڼل کیږي؛ د ویاړ داسې هسکه څوکه گڼل کیږي لکه د پامیر او شمشاد هسکې څوکې.
« PH.D» ډگري محمد تنها دفاع کړه، خوشاله زه یم ورته او داسې ورته خوشاله یم، لکه خپله مې چې دفاع کړې وي.
له تاندې ځوانې نه را دیخوا مې، د ژوند په لومړیتوبونو کې یو لومړیتوب د لوړو زدکړو سر ته رسول و، هغه هم د «PH.D» په کچه، تر ام اې (M.A) پورې ورجگ شوم، په بریالیتوب سره مې هغه هم دفاع کړ، بیا کوردننه د «PH.D» د زدکړو له پاره آسانتیاوې نه وې. بیا وروسته چې پتنگان را ورسیدل هر څه سره گډ وډ شول، د روزگار ناخوالو وچ کړل، د جفا گانو بادونو په هوا کړل او…
اوس پوهنتوني او علمي کړیو ته گران او ما ته گران محمد تنها زما ارمان پوره کړ. نن (۰۱/۱۲/۲۰۱۷) سهار مې د ده د بریالۍ دفاع پر خبر سترگې خوږې شوې. کوم بل دوست لیکلې و، خو ما د ده فیسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کړ، هلته مې د ده په قلم دا متن له څو عکسونو سره تر سترگو شو:
«پرون مې د آلمان هانوور پوهنتون د هستوي او وړانګو فزیک له څانګې څخه له پوره دری کاله او اته میاشتو څېړنیز او تدریسي کار وروسته، په اعلی درجه خپله ډوکټورا دفاع کړه. د ډوکټورا موضوع مې «د کابل او هغه ته څېرمه سیمو په تیږو، اوبو، خاوره او هوا کې د یورانیمو، توریمو، پوتاسیمو او راډون اندازې مالومول» وو.
په دې څانګه کې وروستۍ ډوکټورا له نن څخه پوره ۴۳ کاله دمخه، پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د پخوانۍ یوګوسلاویا د بلګراډ له ښار څخه اخیستې وه. په دې تړاو یو بل نامي خبر هم سته خو د ډیسمبر په ۱۲ به یې د پوهنتون له رسمي اعلان څخه وروسته درته ووایم. د کورنۍ، خپلوانو، خاصو نږدې ملګرو او مخلصو آشنایانو له مینې او اخلاص څخه جار سم چي په مادي او معنوي هڅو یې تر دې ځایه را ورسولم. خدای مو په عزتونو لره. توبیت مې زښته برابر ده، ورکړئ زړونه چې ډوکټوراوې ډېرې سي!»
»After 3 years and 8 months of research work, I successfully defended my PhD. Thank you all individuals who helped me in one way or another in reaching this milestone. Special thanks goes to my distinguished professors and lovely colleagues«
کله مې چې دا خبر تر پایه ولوست، د سترگو حویلۍ مې له خوښۍ نه را نمجنه شوه. په زړه کې مې او پر ژبه باندې مې پر له پسې داسې تکراریدل:
داسې یې انگیرم لکه خپله مې چې د ډوکتورا ډیگري دفاع کړې وي او سند مې یې تر لاسه کړی وي.
استاد ډاکتر تنها ته د خپل ځان او خپلې کورنۍ له خوا، د افغانستان د علمي او پوهنتوني کورنۍ د یو غړي په توگه د زړه له کومې مبارکي وایم او هیله څرگندوم چې په کومه انساني او وطني مینه چې ښاغلي تنها خپلې زدکړې پای ته ورسولې، په هماغې مینې سره خپلې همدا زدکړې د وطن او خلکو د آبادۍ او ښیرازۍ له پاره وکاروي او د وطن د نوي نسل په روزلو کې لا کارنده ونډه واخلي.
ما تر اوسه استاد ډاکتر محمد تنها له نږدې نه دی لیدلی، حتی د فیسبوک ملگرتیا هم نه سره لرو، ښايي ما هیڅ ونه پیژني؛ خو د میډیا او ځینو دوستانو له برکته د ده افکار او خبرې تر ما پورې هم کله، کله رسیدلي دي، زما پام ور اوښتی دی، ډیرې ښې د کار خبرې او ډیر نوي علمي نظریات لري، په تیره له نوې نسل او د هغوی له زدکړو او روزنې سره د ده لیونۍ مینه ډیره د پاملرنې وړ مسأله ده.
ما پخوا هم په زړه کې غوټه کړې وه چې د استاد تنها په علمي شخصیت او د ځوان نسل له روزلو سره د ده پر مینې به داسې یوه څه لیکم لکه محمود مرهون، ثنا ساپۍ او… ته مې چې لیکلي و. اوس دا دی د استاد تنها د بریالي فراغت په پار به زه یوڅو کرښې ولیکم:
محمد تنها څوک دی؟
د استاد ډاکتر محمد تنها بیوگرافي هر چیرې چې په مخه راغلې، ما کاپي کړې ده. اوس مې چې پرتلیزه بیا کتنه پرې وکړه، تقریباً ټول هماغې یوې مرجع نه کاپي شوې ده. ما ته یې د لومړی ځل له پاره د ۲۰۱۵ کال د جون په اولسمه (۱۷) نیټه په لومړیتوب کې دغه متن په مخه راغی:
«محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانگه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
افغان هستوي فزیکپوه محمد رحمت الله تنها د غزني ولايت د اندړو ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه یې د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترگی غړولي دي.
لومړنۍ او ديني زده كړې یې له خپل پلار څخه زده كړي او په يوولس كلنۍ کې د سويې د آزموینې په تيرولو سره اووم ټولگي ته تللی، مانا دا چې زده كړې یې په ښوونځي كې له اووم ټولگي څخه پيل كړې دي.
په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخانې مېني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كې یې د كابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د فزيك په څانگه كې زده کړي پیل کړې. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدې پوهنځي د فزيك له څانگې څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څانگه كې د استاد په بڼه په خپله دنده پيل كړی او تر اوسه هم په همدې دنده پاتې شوی دی. نوموړي د خپلې دندې په موده كې د نړيوالې اټومي انرژي ادارې په بېلابېلو نړیوالو فيلوشيپونو کې گډون کړی. نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د یوه تحصیلي بورس څخه په استفادې سره د آلمان هیواد ته ولاړ چې هلته یې په هستوي فزیک کې خپل د ماسټري سند تر لاسه کړ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پوري په کابل پوهنتون کې د استادي تر څنګ د افغانستان اټومي انرژي کمیسیون د هستوي ټکنالوژۍ مشر هم پاتې شوی. نوموړی له د ۲۰۱۴ کال له اپرېل را په دېخوا د خپلو ډوکټورا زدکړو لپاره بیرته آلمان ته تللی او هلته د هانوور پوهنتون کې د علمي غړي او ډوکټورا محصل په حیث دنده تر سره کوي. نوموړي د ۲۰۱۴ اګسټ کې د آلمان فزیکپوهانو ادارې لخوا جوړشوي سمینار کې په ګډون او د خپلو څېړنو د پایلو په وړاندې کولو سره په لمړي ځل د یوه افغان په حیث د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو هستوي څېړنو کې برخه واخیسته. د څېړنو پایلو یې چې د افغانستان په اړه وې د ګډونوالو خاص پام ځانته را واړاوه او په همدې سره یې ده ته د آلمان فزیکوالو اتحادیې غړیتوب هم ورکړ. استاد اټومي او هستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په گډه د كابل پوهنتون لپاره د هستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوې دي. د استاد تنها اندړ گڼ شمېر مقالې په ځينو ملي او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي. استاد په ډېرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې گډون کړی او په ځیینو هغو کې یې بشپړه ونډه اخیستې ده. نوموړي د یوه کال لپاره له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې په برلین کې آلمان تر ټولو ستر او د نړۍ دریم ستر هستوي لابراتوار کې د یوه کال لپاره د څېړندوی په بڼه کار کړی، د نوموړي ځیني لیکنې د نړیوال اټومي انرژي آژانس په کتابتون کې هم د ماخذ په توګه کارېدلي دي. ډېری لیکنې یې د ده په مورنۍ ژبه پښتو باندې دي چې ډیری یې په پښتو ویبپانو لکه: بی بی سي او پښتو اخبارونو او مجلو کې خپرې شوې دي.
په پښتو، دري او انگريزي باندې روانې خبرې او لیكنې كولای شي او په عربي، آلماني او ارودو ژبو پوهېږي، خو لیکنې نشي پرې کولای. نوموړی دا محال د آلمان هانوور پوهنتون کې د خپلو ډوکټورا زده کړو د ترسره کولو لپاره په څیړنو بوخت دی. په دې وروستیو کې د نوموړي په هڅو افغانستان د فزیکپوهانو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.»
زه خپله د نوي نسل د نوې او مدرنې روزنې سخت پلوي یم او ښایسته ډیر کار مې هم ورته کړی دی. ما چې له ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا د استاد تنها نظریات لیدلي او تعقیب کړي دي، بیخي ډیره سلنه ورسره موافق یم.
د استاد ډاکتر محمد تنها کوم نظریات چې زما له نظره تیر شوي دي، د هغو په استناد ویلای شم چې استاد تنها یو ریښتینی او هیواد پال ښوونکی دی. پر نوي نسل باندې زړه سوی، له هغوی سره بیسارې مینه او د هغوی د مدرنې او سالمې روزنې فکر؛ دا د استاد تنها د هلو ځلو هغه ځانگړنې دي چې ده هره ورځ عملي کړي دي.
په رسمي او شخصي ډول د پوهې د ترلاسه کولو دومره لیوال دی چې ما یې تر اوسه ساری نه دی لیدلی. د استاد تنها د همدې لیوالتیا څو بیلگې، چې ځینې یې انتقادي بڼه هم لري، دلته وړاندې کوم چې ما ډیر پخوا کاپي کړې او ساتلې وې:
«د آلمان او اُتریش اکاډمیکو همکاریو ادارې د نړۍ ټولو هیوادونو له پوهنتونونو سره په څېړنیز ډګر کې اکاډمیکې همکارۍ لري، خو د افغانستان په برخه کي یې څراغ سور دی. مونږ ته یواځې خبرې او د بل تخریب را پاته دی، زما په ګډون د پوهنتون هر استاد فکر کوي چې دی جناب تر ټولو پوه دی، کله د ارستو خبرې په خپلو ویناوو کې کوټ کوي او کله هم د انشټاین، خو د څېړنو چې پوښتنه ورنه وکړی داسې ورته ښکاري لکه سړی چې په دوزخ کې له چا د شریخ پوښتنه وکړئ.
مونږ د نړۍ په څېړنیزه او اکاډمیکه کورنۍ کې دایمي غیرحاضرین یو، که مو په دې ډګر کې حاضري پوره نکړه، نو بویه چې تر قیامته به خلک مونږ ته د پسونو په سترګه ګورئ»
«پښتون لالا!
ستا د اکثریت دعوه به هله ومنو چې ته تر نورو ډېر له ښوونځي او پوهنځي فارغ کړې، ډېر پوځ ته ولېږې او ډېرو مېرمنو ته په ټولنیزو او زدکړیزو چارو کې برخه ورکړې. داسې نو نه کېږي چې ډېر ښوونځي به ته سوځوې، په دې کمو محصلینو کې به دې نیم ځاندربي وي، په پوځ کې به په نشت حساب یې، مېرمن به دې کور کې تړلې وي او بیا به هم ته ګېله من یې چې ولې مې خلک په اکثریت نه مني.
لالا مې سې اکثریت او اقلیت د تنو په شمېر نه، د سرونو په شمېر منل کېږي، را ویښ سه یویشتمه پېړۍ سوې، اوس مټې نه ماغزه حکومت کوي.
پښتونه! رب خو دې نور پوه کړه، زړه دې را خوړین کړ.»
«… کوربان مو سم! د اسلامي امُت او اسلامي ورورګلوي په نامه ولاکه له سره څه موجود وي، که دې په ځان خوا بدېږي، نو له هر ممکن فرصت څخه په استفادې سره ځان په پیاوړي اقتصاد، ساینس او ټکنالوژي سمبال کړه، تر کله به د اسلامي ورورګلوي په نامه په خپل هیواد کې د عربو نیابتي جګړه کوو؟
په لیاز د خدای خپل افکار خو مو هسې وراسته دي، خو د نوي نسل افکار مه ورستوئ!!!»
افغان ساینسپوه محمد تنها د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شپږمه د کوم څلور بول د لینکنې پر اساس په خپله پاڼه کې داسې ولیکل:
«نوې څېړنې ښيي چې که څوک مازي لیږ خاشه کوښښ وکړي، نو کولای شي ښه شین خر له ځانه جوړ کړي. نن مې د دغو څېړنو یو ژوندی مثال ولید، ځوان راته ویل چې ستا دا زدکړې هیڅ ګټه نلري، ځکه ته په کفري ملک کې زدکړې کوې.»
«دلته مې له پوهنتون سره چنې ووهلې چې سوریايي کډوالو تر څنګ به زه دا خپل افغان کډوال هم درولم چې پوهنتون کې شامل شي، ول ښه. په روانه پښتو مې دوه اونۍ د مخه خبرتیا خپره کړه چې ملګرو راشئ چې د پوهنتون داخله کې مرسته درسره وکړم. پرون په ټاکلي وخت او ځای حاضر وم، یو ساعت تېر سو، ۷ سوري او ۴ ایرانیان راغلل، د افغانانو درک نه وو. د دویم ساعت په پیل کې دوه هزاره وطنوال چې دلته یې مزدورکاري کوله راپیدا سول، د خټو پوزه یې را جوړه کړه، له پوهنتون څخه ناهیلی را ووتم په ځان او پښتنو مې لانت وایه چې د ګاډي تمځای مخې ته یوه کوټه افغان ځوانان ولاړ دي او د هرې تېرېدونکې نجلۍ په کالیو، بوټونو او کش و پش پوچ نظریات ورکوي، یوه ډله یې بیا کلک په سیاست کې نښتي چې هله غني د پښتنو حق په هزارو وخوړ او…
هې! په والله باالله چې هر څوک د تعلیم په ځای پښتون په خوسا قومي سیاست، ډزنو سیاسي مظاهرو او ناندریو او تشو باټو باندې بوخت کړي، د پښتون تر ټولو ستر دښمن دی. دا ځوانان له چا الهام اخلي؟ خو له همدا یو څو بوتلانو چې د تعلیم او سړیتوب په ځای یې د خپلې شخصي عقدې په اساس خوسا سیاست کې ښکېل کړي.
پښتون لالا! نور په وچ زور دولتونه نه چلېږي، که غواړې هم دولت ولرې او هم عزت، تعلیم دې یواځينۍ لاره ده، که سیال نسوې، څوک دې په سړو کې نه شماري!
مړه دې وي بېغيرته غيرتيان»
«پښتون صیب، عرض شود به خدمت شما که…
سږ کال د کانکور آزموینې لپاره د غزني له جاغوري ولسوالۍ څخه ۴۰۰۰ کسانو چې ۱۸۰۰ یې نجونې دي نوم لیکنه کړې. په دې کې د آب بند شریف له جهادي ولسوالۍ ۴۰ کسانو او د ګیلان رحمته الله علیه له ولسوالۍ ۱۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې چې ټول یې الحمد الله برېتور ځوانان دي او پېغله نسته پکې، همداسي یې د نورو پښتنو ولسوالیو درواخله.
آښه، نو چې ته د خپل ښوونځي سېځونکي ټالیب ته د ادې بړستن کې شپه ورکوې، ته چې د خپل ښوونځي پیسو غله ته ملي او قومي مشر وایې، ته چې خپل او پردي د دین په متر اندازه کوې، ته چې په خپله په خپل ځان او مړوند خولې لګوې، ستا چې کابل او غرب مېشتی زدني فعال ټالیب دی (ټول نه)، ستا چې انجنیر، ډاکټر او آن د پوهنتون وستاذ د ټالیب چمچه وي، ته چې له هر حسابه په تعلیم کې وروسته او جګړه کې مخکي یې، نو په دې کې د هزاره، ازبک، تاجک او بل څه ګناه ده؟ ته ولې د خپلې ناراستۍ او سر ناخلاصۍ پړه پر بل اچوې ؟
پښتون لالا د خدای روی مې دروړی! در جار مي کړې، ستا لمړی دښمن ښار مېشتی غل قومي مشر، کابل مېشتی مړ سترګی باټو زدني فعال او غرب مېشتی د کلیسا خیرات ته پروت ټالیب فکره پښتون دی، ته ولاکه په دې مخته ولاړ سې چې خپل ځان مظلوم او نور ظالم وښیې، تر هر چا دمخه ته په خپله په ځان ملامت یې، ته خپل سرلاری د پوهې او انسانیت په تله نه، بلکې د تعصب او دینکاري په تله تلې 🙁
پښتونه! حال دې تر دغو بدتر سه»
په دا دومره موده کې چې زه د استاد ډاکتر محمد تنها علمي هڅې او لیکنې تعقیبوم، د نورو برخو تر څنگ یې درنه برخه د ده علمي لیکنې دي. زه د دې علمي صلاحیت نه لرم چې د یوه فزیک پوه په علمي مقالو او لیکنو د کره او نا کره یا علمي او غیر علمي قضاوت وکړم؛ خو د پوهې د لارې د یو لاروي په توگه مې تل د استاد تنها علمي مقالې په ډیره مینه لوستلې دي، ورنه مستفید شوی یم. دغه یې د څو علمي څیړنیزو مقالو بیلگې اوپتې دي:
ــ لوړې زده کړې: د افغانستان په اکاډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه،
ــ د لوړو زده کړو پر بهیر د چاپېریال اروايي اغېز،
ــ د نوي درسي کال د پیل په پلمه،
ــ لوړې زدکړې: بورسونو ته کله غوښتنلیک ورکول مناسب دي،
ــ یو هېواد کله اټومي وسله جوړولای او کارولای شي؟
ــ لوړې زدکړې: په نړیوال څېړنیز او ملي فکري ډګر کې غیر حاضره کورنۍ،