د حزب اسلامى په خلاف د مزدورو كړيو تبليغات

د سيمي او نړۍ په استخباراتو پوري تړلو مزدورو كړيو دا تبليغات پيل كړي چي حزب اسلامي په كابل كي د دفتر پرانيستلو پرېكړه كړې او ورور حكمتيار كابل ته روان دئ، د ځينو د ادعاء له مخي خو د تېري شنبې په ورځ د ورور حكمتيار كاروان د كابل په لور خوځېدو او هغه هم له پېښور!!! دا تبليغات د هغو له لوري پيل شوي چي نه ايمان لري او نه شرم، په زړه كي ئې د ايمان يو بڅركى نشته او په سترگو كي ئې د شرم يوه قطره اوبه، بس د څو ډالرو لپاره هري بې ايمانۍ، دروغ، ايمان پلورنى او هېواد پلورني ته چمتو دي. دا دئ شنبه تېره شوه خو نه حكمتيار صاحب كابل ته ولاړ او نه حزب اسلامي په كابل كي دفتر پرانيستو!!

په داسي حال كي چي نن په كابل كي هيڅ حكومت نشته، د ارگ برخليك لا نامعلوم دئ، لا څرگنده نه ده چي امريكايان به د ارگ پر گدۍ د چا ناسته خوښوي، د سيالانو تر منځ ناندرۍ به د چا په گټه پاى ته رسوي، وزارتونه به څنگه وېشي، د انتخاباتو پايله به څنگه راباسي او د چا په گټه به ئې اعلانوي، افغانانو ته به پارلماني نظام ډالۍ كوي كه رياستي، څوك به د صدراعظم په توگه ټاكي او څوك د جمهور رئيس په توگه او هر يوه ته به څومره صلاحيتونه وركوي…. حزب اسلامي به څنگه په دې حالت كي په كابل كي دفتر پرانيزي او هغه كابل ته به درومي چي معلومه نه ده څو ورځي وروسته څه پرې راځي او له كوم برخليك سره مخامخ كېږي؟!!! كه حزب وغواړي دا كار وكړي نو په څرگنده به ئې كوي نه د نورو په څېر په پټه، مخامخ به ئې كوي نه د نورو په څېر د پرديو په وساطت، له افغاني لوريو سره به ئې كوي نه د نورو په څېر له بهرنيو سره، د مذاكراتو پيل به هم اعلانوي او پاى ئې هم.

پوښتنه دا ده چي حزب اسلامي به له چا سره په دې اړه خبري كوي او د هغه خبري به د اعتبار وړ گڼي؟!! كه له كرزي سره ئې داسي توافق كولى نو په تېرو ديارلسو كلونو كي به ئې دا كار كړى وو!! كرزي خو پرون دا كار نشو كولى نن به ئې څنگه كوي؟!! كه له امريكايانو سره ئې داسي توافق كولى په تېرو كلونو كي به ئې كړى وو، حزب اسلامي ته په كابل يا له هېواد بهر د دفتر پرانيستلو وړانديزونه په وار وار شوي خو هغه ئې نه دي منلي، نه ئې په قطر يا انقره كي دفتر پرانيستلى او نه په كابل كي، د هېواد د اشغال په حالت كي ئې د غرونو سنگرونه د پلازمينو تر دفترونو او د گوانتانامو اوسپنين زندان ئې د قطر تر زرين زندان غوره گڼلي.

حقيقت دا دئ چي دا تبليغات د هغو كړيو له لوري مهندسي شوي چي غواړي په دې سره هم طالبان ووېروي او هم شمالي ټلواله، دوى دا كار په وار وار كړى، هر ځل ئې له دې لاري خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كړې، هغوى ئې وېرولي او خپل شرائط ئې پرې تپلي.

خپل مؤمن او هوښيار ولس ته وايو: پر دروغجنو باور مه كوئ، په ځانگ

0 thoughts on “د افغانستان د حزب اسلامي اعلامیه”
  1. حًوك به داثابته كرى چى دادحزب اسلامى اعلاميه ده اوكه نده . داسى زشت كلمات په يوى اعلاميه كه دا لمرى حًل ده چى يو اسلامى گوند يي خپروى والله اعلم

  2. ستاسې له لیکنې داسې مالومیږي چې تاسې هم غواړۍ څوشمال ټلواله په واک کې پاتې شي..
    حقيقت دا دئ چي دا تبليغات د هغو كړيو له لوري مهندسي شوي چي غواړي په دې سره هم طالبان ووېروي او هم شمالي ټلواله)
    دوى دا كار په وار وار كړى، هر ځل ئې له دې لاري خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كړې، هغوى ئې وېرولي او خپل شرائط ئې پرې تپلي)
    کاش چې تاسې دخپل هیواداوخلکوپه اړه ریښتنی سوچ درلودلای!!! افغان ولس له ټولوهغوکړیوچې دجهادپه نامه یې هیوادوران کړل، بې ګناه افغانان یې شهیدان کړل، بچي یې ورته یتیمان کړل بې دریغه کرکه اونفرت کو
    له دې ټولوسره سره موږاوس هم انجینرصیب دیوریښتني مشرپه توګه منواوطمعه لروڅوپه اوسنیوحالاتوکې دټوپک په ځای دافغان مظلوم ملت خواونیسي اودظالمانو(شمال لنډه غرانو) له شره یې په امن کړي. که داسې نه وي نوستاسې په وساطت به شمال لنډه غران نورهم دهیواددورانۍ اوپلورنې دسیسه لاپه اسانۍ سره پرمخ بوزي! که ریښتیاهم دمظلوموافغانانوخواخوږي یاست!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *