تاند- اسیايي پراختیايي بانک د افغانستان د حلقوي سړک د پاتې برخې د بشپړېدو لپاره افغانستان ته ۳۳۰ ملیون ډالره مرسته تصویب کړه.
حلقوي سړک له یو بل سره د افغانستان د ټولو سیمو د تړلو او یوځای کولو لپاره خورا حیاتي پروژه ده. د دې پروژې یوازې یوه برخه د فاریاب او بادغیس ترمنځ پاتې ده.
د اسیايي پراختیايي بانک په ۳۳۰ ملیون ډالره مرسته به د افغانستان د حلقوي سړک، چې ټول ۲۲۰۰ کیلو متره دی، پاتې ۱۵۱ کیلو متره جوړ شي.
د دې سړک ۱۵۱ کیلومتره د فاریاب له قیصار څخه د بادغیس تر (دره يي بوم) پورې رسېږي.
د اسیايی پراختیايي بانک په وینا حلقوي سړک د افغانستان د حکومت لپاره هم یو لومړیتوب دی.
د اسیايي پراختیايي بانک د منځنۍ او لوېدیځې اسیا عمومي رييس سین او سولیفن وویل«د افغانستان حلقوي سړک د بېخ بنا یوه ضروري برخه ده، دا به نه یوازې د افغانستان بېلابېلې سیمې له یو بل سره ونښلوي بلکې دا هیواد به د منځنۍ اسیا له ګاونډیو هیوادونو، جنوبي اسیا او منځني ختیځ سره وصل کړي.»
ده همداراز وویل چې اسیايی پراختیايی بانک د دغه حقلوي سړک د وروستۍ برخې د بشپړېدو ملاتړ کوي.