تاند- دوو پاکستاني چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو دوهم پړاو خبرې به احتمالاً د راروانې جمعې په ورځ په پاکستان کې وشي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغو چارواکو په دې شرط چې نومونه به یې نه خپرېږي، وویل چې اسلام اباد د خبرو اترو د کوربه توب په نهايي کولو بوخت دی.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو ویلي و چې بل پړاو خبرې به د جولای په یودېرشمه /جمعه/ په پاکستان کې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ته په منسوبه فېسبوکپاڼه کې هم تایید شوې چې د جولای په ۳۱مه/ جمعه/ به له طالبانو سره د سولې دوهم پړاو خبرې کېږي. ښاغلي حکمت کرزي هیله ښکاره کړې چې په دې پړاو خبرو کې به د طالبانو لا مهم مشران ګډون وکړي.

مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې د بل پړاو خبرو لپاره د چین په کوربه توب سلا شوې ده.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د طالبانو په مشرتابه کې د خبرو د ځای په اړه اختلافات رامنځته شوي دي. یو شمېر طالب مشران وايي چې خبرې دې په چین یا قطر کې وشي ځکه چې په پاکستان کې خبرې هغو تورونو ته قوت ورکوي چې وايي طالبان د پاکستان ګوډاګیان دي او واک او اختیار یې د پاکستان په لاس کې دی.

خو پاکستان ډېره لېوالتیا ښيي چې خبرې د دغه هیواد په خاوره کې وشي.

دې هیواد، چې تراوسه پوري یې د مجاهدینو او بیا طالبانو د جګړې د ملاتړ په وسیله زیات امتیازونه ترلاسه کړي اوس هم غواړي چې د افغانستان په وروستۍ سوله کې نور امتیازرونه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *