تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلوراړخیزې غونډې د خبرو په پایله کې به ژر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

پاکستاني رسنیو د یوه جګپوړي چارواکي په قول نن ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو مخامخ خبرې به په څو ورځو کې پیل شي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د یوه بې نومه چارواکي (ممکن نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند شي) له قوله ویلي چې په اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ په څلور اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سولې مخامخ خبرې باید بې وقفې ژر پیل شي.

له بلې خوا د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي ویلي د افغان حکومتي او طالبي استازو مخامخ خبرې به راتلونکې میاشت (فبروري) پیل شي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې هم ویلي چې په دې موضوع د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د څلورو هیوادونو استازو موافقه وکړه.

په راپور کې ویل شوي چې باور کېږي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او د حقاني شبکه د خبرو د پیلولو لپاره د پاکستان فشار په اسانه مني.

خو په همدې حال کې ځینو پاکستاني رسنیو د یوه طالب مشر، چې نوم یې نه دی څرګند کړی، له قوله ویلي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي.

دغه طالب مشر ویلي، ممکن ځیني کسان ځانونه د طالبانو مشران او استازي معرفي کړي او د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو هغوی به د طالبانو حقیقي استازي نه وي.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو د اصلي یا لویې ډلې ویندویانو او یا د طالبانو رسمي ویبپاڼې، تراوسه پوري د سولې خبرې رد کړي نه دي.

په همدې حال کې نېشن ورځپاڼې ته د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي ویلي:«موږ د طالبانو درې یا څلور ډلې قانع کولی شو، خو باید په دې اړه پرېکړه وشي چې کومه ډله د خبرو په مهال د مشرۍ رول ولري او ایا دوی پر هغو طالبانو اغېز لري چې جګړه کوي.»

د پاکستان دغه استخباراتي چارواکي، چې د کاري مسوولیت له کبله یې نه شوای کولی خپل نوم افشا کړي، همداراز ویلي:«نفوذ لرونکي او د نفوذ لرلو ادعا کوونکي خورا زیات دي، پوښتنه دا ده چې کابل طالبانو ته څه ورکولی شي؟

دغه پاکستاني چارواکي د افغانستان حکومت ته له هند سره د نژدې اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې ویل که د دوی اړیکې د پاکستان په تاوان وي، د سولې خبرې به پر مخ لاړې نه شي.

ده زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د هند نفوذ نه غواړو. تر څو چې هند او افغانستان پاکستان ته تاوان رسوي، د سولې خبرې به بریالۍ نه شي.»

د سولې په خبرو کې د ټولو طالب ډلو ګډون ضروري برېښي او د طالبانو په ګټه هم ښکاري ځکه چې که هرې ډلې له خبرو انکار وکړ، ممکن جګړې ته ټول لېوال کسان، چې شمېر یې زیات دی، د خبرو له مخالفې ډلې سره یوځای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو بله څلور اړخیزه غونډه راتلونکې دوشنبه په کابل کې جوړه شي.

2 thoughts on “د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به ژر مخامخ خبرې پیل شي”
  1. دا خبره هم درواغ او دوخت ضايع ده .اصلا طالبان وجود نه لري دطالب تر نوم لاندي فکي ستان دا جنګ دآمريکاه ،انګلس،ايران،او نورو ارتجاعي عربي هيوادو په کومک داجنګ مخ ته وړي .ددوئ ددې اعلانيدو څخه مقصد دڅپلو اهدافو او غوښتونو په خاطر داراپورونه خپروي نه دآفغانستان دسولي په خاطر
    ديوه متحد اذاد اوپرمختللي آفغانستان په اميد

  2. ټالیبان هیڅ استقلالیت نه لری او هرڅه چی د فکیستان جاسوسی اداره ورته فرمایش ورکړی هغسی کوی. دوی ته خپل هیواد او خلک اهمیت نه لری بلکی د آی اس آی مسوولینو امر او هدایت ته ګوری. دا به یی وروستی چانس وی که داځل خبرو ته حاضر نه شول نو بیا به په سیاست اوقدرت کی د شراکت دعوه یواځی د ځان او خلکو غولول ، د وخت ضایع کول او د فکیستان د نظامیانو فرمایشو عملی کول وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *