تاند- د افغانستان د حکومت یوې باوري سرچینې د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت د رييس رحمت الله نبیل ترمنځ د اختلاف په اړه خپرې شوې اوازې په کلکه رد کړې.

دې سرچینې د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل، د ښاغلیو اتمر او نبیل ترمنځ هیڅ راز اختلاف نشته او دواړه به خپرې شوې ګنګوسې د یوې اعلامیې د خپرولو له لارې رد کړي.

یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو ویلي وو چې د ملي امنیت د لوی رييس رحمت الله نبیل او د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر ترمنځ د نظر اختلاف پیدا شوی دی.

د کابل څو ورځپاڼو او نورو رسنیو نن حتي دا هم ویلي وو چې د اتمر او نبیل ترمنځ د کابینې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د تفاهملیک د لاسلیکېدو پر سر لفظي لانجه راغلې وه.

دا هم ویل شوي وو چې ښاغلي نبیل له پاکستان سره د دغه تفاهملیک د لاسلیکېدو کلک مخالفت کړی او د هغې له لاسلیکولو یې ډډه کړې ده.

خو د ملي امنیت شورا سرچینه وايي چې دواړه خواوې دا اوازې ردوي او د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت عمومي رییس د تل په څېر په خورا دوستانه فضا کې – د ملي یووالي د حکومت له پرېکړو سره سم – د هېواد د لوړو ګټو د ساتلو لپاره ګډ کار کوي.

دې سرچینې دا هم وویل، ټاکل شوې ده چې سبا د دواړو له لوري په دې باب ګډه اعلامیه خپره شي.

2 thoughts on “د افغانستان د حکومت دوه جګپوړي امنیتي چارواکي په خپل منځ اختلاف په کلکه ردوي”
  1. ښه ده، دا به ومنو چی د دوی دواړ تر منځ اختلاف نشته، خو پوښتنه دا پیدا کیږی چی دا تړون د خونخوار انو سره ولی د ملی امنیت ریس نبیل نه دی لاس لیک کړی چی د هغه مرستیال امضآ کړی دی؟

  2. ګرانو لوستونکو ته خپل د زړه له کومی سلام وړاندی کوم. زما په اند دا ډیره خطر ناکه لوبه ده ددی تړون په اساس آی ایس آی کولای شی د افغانستان په بندی خانو کښی له پاکستانی طالبانو تحقیق هم وکړی او حتی دا قاتلین دوی ته وسپارل شی چی بیرته مسلح او د خوارو افغانانو وینی تویی کړی. ولی زه په ډاګه وایم چی اتمر ددی وخت شا ه شجاع او کارمل دی فقط د خپل لاسلیک لپاره خوشحاله دی( یوه قصه را یاده شوه چی یو مدرس مولوی یو لیونی خپل پیر قبول کړی وو چا د مولوی نه پوښتلی وو چی ولی د لیونی خپل پیر ټاکلی دی نو مولوی ورته ویلی وو چی بعضی بی ادب خلک پیر ته ښکنځل کوی او که دا کار لما سره وشی نو دا ښکنځلی به دغه پیر ته راجع کیږی) نو اوس اتمر خاین له ځانه د ښکنځلو پیر جوړ کړی دی تاسو یاد ساتی که دا حالت روان وو دا اوسنی مرتجع دوه په نامه ارګ مشران او دا نور لاس پوڅی به د ډیورند لاین هم لاسلیک کړی. خو الله دی دا خوار اوولس لدی خاینیونو خلاص کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *