محمد ناطقي

تاند- د افغانستان د حکومت پلاوی به، چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، د اوربند غوښتنه وکړي.

دې ته په پام چې هره میاشت په سلګونو افغانان وژل کېږي، هر ډول اوربند د ګڼو افغانانو ژوند ژغورلی شي.

څرګنده نه ده چې طالبان به، چې په بېلابېلو سیمو کې په تهاجمي حالت کې دي، د اوربند منلو ته راضي شي او که نه.

دا هم معلومه نه ده چې که طالبان د سولې په خبرو کې پر اوربند سلا وکړي، عملي به یې کړای شي او که نه، ځکه چې طالبان هم اوس په بېلوبېلو ډلو وېشل شوي دي.

د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي محمد ناطقي، چې په لومړي پړاو خبرو کې یې هم ګډون کړی و، نن رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د اوربند مسله د سولې د خبرو په تېر پړاو کې راپورته شوه خو وروسته پرېکړه وشوه چې دا موضوع بل پړاو خبرو ته وځنډول شي.

د افغانستان د حکومت چارواکي باور لري چې د اوربند په صورت کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړولو امکان رامنځته کېږي.

ناطقي همداراز وویل:«موږ به د بشپړ اوربند غوښتنه وکړو او هیله لرو چې مقابل لوری به مثبت ځواب راکړي. اوربند به زموږ خلکو ته هیله ورکړي چې خبرې ښه نتیجه ورکولی شي.»

ده وویل چې د حکومت پلاوی به په راروان پړاو خبرو کې، چې د جولای په دېرشمه به په چین کې وشي، پر اوربند اصرار وکړي.

ناطقي دا هم وویل چې دا ځل به طالبان په خپل مرکچې پلاوي کې د کوټې د شورا غړي او د قطر د سیاسي دفتر استازي شامل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *