د کلتوري چارو لنډ راپور:

د افغانستان  د دانشمندانو ا و متخصصانو ټولنې د یوه نوښت په ترڅ کې د شنبې د ورځې په ماښام په خپل دفتر کې د لویې څلې او د ژمی د پیل (د کال د تر ټولو  اوږدې شپې) په مناسبت د مشاعرې او موسیقی یوه کلتوری غونډه جوړه کړه.  د افغانستان  د دانشمندانو ا و متخصصانو ټولنه چې له څلورو  کلونو راهیسی یې خپل علمی او کلتوری فعالیتونه  پیل کړی دی، د افغانی ټولنی دموجوده ستونزو په څیړنه او داقتصادی پرمختیا د پوتانسیل او لارو-چارو په هکله  بیلابیل کنفرانسونه دایر کړي دي. په دغه کلتوری غونډه کې چې د پوهنتون استادانو، لیکوالو او فرهنګیانو برخه  لرله، په پیل کې محترم دوکتور محمد عارف د ادبیاتو د پوهنځی استاد د افغانستان  د دانشمندانو او متخصصانو د ټولنې په تیرو علمی او کلتوری فعالیتونو رڼا واچوله او دغې غونډې کې یې حاضرومیلمنو ته ښه راغلاست ووایه. دوکتور محمد عارف زیاته کړه:  د افغانستان د دانشمندانو او متخصصانو ټولنې مخکې تر دې د بریښنا او انرژی وزارت کې د افغانستان د سیندونو، او روانو اوبو د حوزو او د کاریزونو د بیا رغاونې په هکله، همدارنګه د کلیو د پرمختیا وزارت کی د عمرانی پروژو، یو شمیر علمی ادارو او خصوصی پوهنتونو کی د چاپیریال د ستونزو په هکله علمی کنفرانسونه دایرکړی دی. دغې ټولنې د خپلو غړو علمی  اثار او چاپ شوی کتابونه هم علمی مراکزو او په کابل پوهنتون کې د معلوماتو مرکز ته ویشلی دي. دغه راز یې یو شمیر ځوانانو ته دوینا دفن د زده کړې او د لنډې کیسې د لیکلو د تخنیکونو د زده کړې لنډ مهاله دورې دایرې کړی دي. ورپسې دوکتور فضل، پوهاند دودیال او پوهاند ساکایی ویناوې وکړی، شعرونه ولوستل شول او د موسیًقی کنسرت اجرا شو. غونډه  چې د ماښام شپږ بجې پیل شوې وه، د ماخستن په نهو بجو پای ته ورسیده. په پام کې ده چې په نږدې راتلوونکې کې به د افغانستان د دانشمندانو او متخصصانو ټولنه په هیواد کې سولې ته درسیدو په هکله یو علمی او لوی کنفرانس هم جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ