یوه لویه ستونزه، چې نن سبا ډېری متعلمین او آن محصلین ورسره مخامخ دي او ډېر ځله د کانکور په ازموینو کې ختا وزي هغه د افغانستان د دولتي پوهنتونونو په اړوند پوره او کره مالومات دي، چې آن زه چې ۱۱ کاله کېږي د دغې ادارې کارکونکی یم نه پوهېږم، چې په افغانستان کې څو او په کومو برخو کې محصلین روزي، خو له نیکه مرغه یوه ځوان په یوازې تن توانیدلی دی، چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د دغو پوهنتونونو له مشرانو سره وغږېږي او وروستي معلومات راټول کړي چې یوه لویه لاسته راوړنه ده. ددې پوهنتونونو او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارتونو څخه هیله کوم، چې دغه مالومات او کتاب له خپلو مامورینو سره شریک او په پوهنتونونو کې له شته ظرفیتونو او ستونزو یې خبر او په حل کې یې مرستې ته ورودانګي.
دا کتاب (د افغانستان دولتي پوهنتونونه) چې ټولو پوهنتونونو، پوهنځیو او څانګو پوره مالومات په کې پراته دي یو څېړنیز او تاریخي کتاب ګڼم چې تکړه لیکوال حمیدالله حمیدي راټول او لیکلی او په اصطلاح د ځوانۍ شپې او ورځې یې پرې ضایعه کړي او باور لرم چې ډېرې خولې به یې پرې تویې کړي دا خبره ځکه کوم چې زه هم کله کله یو څه لیکم او دا یوازې لیکوالو ته څرګنده ده چې له یوه کتاب سره یو لیکوال او لیکواله څومره د زړه وینې خوري.
حمیدي د کتاب په پیل کې لیکي چې دغه مالومات یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې راټول کړي او کاملا نوي او تازه دي بناً لوست یې د هیواد ټول دولسم پاسو ته اړین ګڼم او هیله کوم چې د لوړو زده کړو وزارت هم دا کتاب ترلاسه او بیرته په یادو پوهنتونونو وویشي. دا څرګنده ده چې یاد پوهنتونونه به د وخت په تېرېدو هر اړخیز بدلون کوي او په دې هیله چې په یادو پوهنتونونو کې ظرفیتونه لا لوړ او کیفت پورته لاړ شي.