تاند- وسله وال طالبان او داعش په افغانستان کې د کانونو له استخراجه په ملیونونو ډالر ترلاسه کوي.

سترایپس کام د ګلوبل ویټنس یا نړیوالو شاهدانو د څېړنو پر اساس په یوه راپور کې ویلي چې دا دوې سختدریځې ډلې د افغانستان په ختیځ کې له ټالک، کرومایټ او مرمرو څخه په ملیونونه ډالر ترلاسه کوي.

د ګلوبل ویټنس د نړیوالې این جي او د راپور پر اساس، چې د سې شنبې /مې ۲۲/ په ورځ یې خپور کړ، اټکل کېږي چې طالبان یوازې د ټالک له کان څخه د کال له دوه نیم تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې ترلاسه کوي.

څرګنده نه ده چې داعش به څومره ترلاسه کوي. داعش د ننګرهار په درو ولسوالیو کې، چې کانونه پکې دي، طالبان شړلي او په خپله کانونه استخراجوي.

د ګلوبل ویټنس د تبلیغاتو رييس نایک دانوفان ویلي«د اسلامي دولت (داعش) او کانونو ترمنځ ژور او د اندېښنې وړ ارتباط شته. د کانونو په کاروبار کې نه یوازې یاغي وسله والې ډلې بلکې نورې غیرقانوني وسله والې ډلې هم لاس لري. طالبان په ننګرهار کې په قوت د کانونو استخراج ته دوام ورکوي.»

افغانستان، چې د امریکا له اټکلونو سره سم له یو تریلیون تر ۳ تریلیونو په ارزښت کانونه لري، نه دی توانېدلی چې خپل کانونه کنټرول او په قانوني ډول استخراج کړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې له پراخ فساد سره سره ډېر لېوال دی چې د هیواد له دې سترې شتمنۍ څخه د افغانانو د هوساینې او سوکالۍ لپاره کار واخلي خو د تاوتریخوالي پراختیا اجازه نه ورکوي چې کانونه په قانوني ډول استخراج کړي یا بهرني پانګوونکي جذب کړي.

ګلوبل ویټنس په دې اړه څه نه دي ویلي چې طالبان او داعش د افغانستان کاني مواد چیري او یا څنګه وړي.

راپورونه وايي چې طالبان، داعش او نورې وسله والې او زورواکې ډلې د افغانستان کانونه په خورا بې رحمۍ په غیرفني ډول استخراجوي چې له کبله یې ډېر کاني مواد، په تېره بیا قیمتي ډبرې ضایع کېږي.

تېر کال الجزیرې تلویزیون په پنجشېر کې د زورواکانو له لوري د زمردو د کانونو د استخراج یو مستند فلم خپور کړ. په دې فلم کې لیدل کېږي چې کانونه په باروتو الوزول کېږي او له کبله یې ډېر زمرد ضایع کېږي.

2 thoughts on “د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې له کانونو په ملیونونه ډالر ګټي”
  1. نو خلک ځه فکر کوی چی طالبان او دا بله دله داعشیان د خدای، وطن، آبادی او خلکولپاره جګړه کوی نه دا ټول هغه د آخر ی زمانی شیطانان دی چی د دجال د راوتو لپاره لاره هواره وی. دغه دواړه ناولی ډلی د خلکو وژل، د کانونو چورول ، د زیربناوو ړنګول ، د خلکو بی تحصیله کول، فحشا خپرول ، اختطاف او داسی بد عمل نشته چی دوی یی مرتکب نوی دا هسی د اسلام په نامه یو تور داغ دی چی صرف او صرف دغه تور مخو ته به الله ج جزا ورکوی خو ولی افسوس چی دوی خو ددی څو پاکستانی انګریزو ملایانو او د ایران د آخوندانو مزدوران نه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *