خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٦-١٦
کندهار، افغانستان- د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د علمي شورا دوهمهغونډه جوړه سوه.
په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د علميبرنامو د انکشاف، د استادانو د تقرر، د تدريسي چارو پراختيا، دلابراتواري او تحقيقاتي چارو پرمختګ او ځيني نور موضوعات د دغه پوهنتون دعلمي شورا د دوهمي غونډي په ترڅ کي وڅېړل سول.
هغه غونډه چې نن دولايت مقام دغونډو په تالارکي جوړه سوې وه، پکي دکندهار والي او د همدې پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ دپوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي، د کندهار پوهنتون رئيسپوهنمل ډاکټر حضرت مير توتاخېل، د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي استادپوهنوال ډاکټر عبدالواحد وثيق او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړى وو.
د غونډي په پيل کي کندهار والي او د همدې پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټرتوريالي ويسا پرانيستونکې وينا وکړه او يادي علمي شوراګاني يې اړيني وبللې. هغه وويل، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د تحقيق،
تدريس او ترويج د موډل پر اساس فعاليت کوي. ښاغلي ويسا ديادپوهنتون په اړهمرکز ته دخپل سفر په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات ورکړ. هغه وويل، پهکابل پوهنتون کي دمالدارۍ په څانګه کي د ماسټرۍ په کچه زده کړي پيل سوي وې، خو وروسته پرېکړه وسوه چي لومړى بايد دافغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پر پښو ودريږي او په همدې پوهنتون کي د ماسټرۍ د زده کړو لپاره محصلين جذب سي. دtask forceیادکاري کمېټې په کنفرانس کي پرېکړه وسوه، چي په کابل کي پيل سوې د مالدارۍ څانګه دي دافغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي مدغم سي.
ښاغلي ويسا وويل، داستادانو په اړه مفصل بحث سوىدىاو داګرانومې دورې دپاتهمضامينودتدريس لپاره دي د کابل، جلال آباد اوهرات له پوهنتونونو څخه دلوړي تحصيلي او رتبې درلودونکي استادان معرفي کړي اوزموږيوويشت تنو د اګرانومې دڅانګي د ماسټرۍ دترلاسه کولومحصلين چې پنځهمضمونه د IARI(د هند د مرکزيزراعتي تحقيقاتي پوهنتون) له لوريتدريس سوي اوپاته شپږ مضامين دي ديادو استادانو له لوري ورته تدريس سي.
ښاغلي ويسا همدارنګه وويل،LANSA پروژې ته افغانستان هم داخل سو. دا دبرتانيې يوه پروژه ده،مخکي يې يوازيله پاکستان،هند او بنګلدېش سره دزراعت په برخه کي مرسته کوله، اوس دافغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په داخلېدو سرهافغانستان هم ددې پروژې په چوکاټ کي داخل سواوLANSA به دافغانستاندزراعتي علومواو ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره خپلي مرستي له اکټوبرمياشتيڅخه پيل کړي.
د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي وويل، د پوهنتون لابراتوار لپاره ځيني مهمه ماشينري رانيول سوې ده او په نژدې وختونو کي به په پوهنتو کي ځاى پر ځاى سي. هغه زياته کړه، هندوستان د دې پوهنتون لپاره اړين کتابونه رالېږلي، تر اوسه په کابل کي دي او ډېر ژر به تر کندهاره راورسيږي. نوموړي داراز وويل، فوډ زون پروګرام غواړي په دې پوهنتون کي يو ګرين هاوس جوړ کړي چي اوږدواى به يې څلورويشت او بر به يې دوولس مټره وي.