concept agriculture planting seeding growing step in garden with sunshine
عثمان “برکت”
څرنګه چي افغانستان يو زراعتي هیواد دئ، د مناسب اقليم او خاورې په لرلو سره يې لوړه اندازه مځکه د زراعت لپاره مناسبه ده، د هيواد  طبيعي غرونه، پراخې دښتې او ځنګلونه يې يو الهي نعمت دئ چي که ښه مديريت سي، باثباته او پر ځان بسيا مملکت ځني جوړېدای سي.
زموږ د  هيواد د ۷۰-۸۰ سلنه خلګ زراعت پېشه دي او خپلي اړتياوې د همدې زراعت له لارې پوره کوي، خو لاهم هيواد مو له وروسته پاته هيوادونو څخه ګڼل کېږي او له اقتصادي اړخه په نزولي حالت کي دی، په دې کي شک نسته، چي د هيوادونو د ثبات او پرمختګ يوازینۍ کيلي د هغوی پياوړی اقتصاد ګڼل کېږي، همدې ته په کتو سره د افغانستان اقتصاد له زراعت سره نېغ په نېغه اړيکه لري. د دې له پاره چي د هيواد اقتصاد مو پر پښو ودرېږي، مهمه ده، چي د زراعت د قوي کېدو له پاره کار وکړو، موږ بايد د خپل زراعت د پياوړتيا له پاره کوښښ وکړو، چي بشري يا کارګره قوه سپما کړو او پر ځای يې په صنعتي سکتور کي دغه قوه وګمارو.
د هيواد د زراعتي سکتور د پياوړتيا له پاره زما په اند ځيني مهمي خبري په لاندي ډول دي:
١- زراعت بايد د تقاضا پر اساس مخته يووړل سي، نه د عرضې. زموږ د زراعت پخوانۍ تګلاره دا وه، چي له توليد څخه شروع بيا پر پروسس او بازارموندنه پای ته رسېدله، خو اوس هر څه بايد برعکس وي، چي لومړی کروندګر د خپلو محصولاتو د کر تر مخه د هغوی له پاره پر بازار موندنه فکر وکړي، د مارکېټ په تقاضا ځان خبر کړي او بيا د هغه مطابق خپل محصولات په لاس راوړي، که چيري په اوسني وخت کي هماغه پخوانۍ طريقه وکارول سي، نو زيان به يې دا وي، چي د کروندګرو له پاره به محصولات ضايع او خراب پاته وي، خوارۍ، تکليفونه او مصرفونه به يې ټول په تاوان کي ور پاته وي.
 ښه خبره دا ده، چي د ګټي له پاره د اوسنۍ طريقې څخه لکه چي مخکي يې يادونه وسوه، کار واخيستل سي، محصولات به يې ژر وپلورل سي، تقاضا به ورته زياته وي او بزګر به هم له خپل کار څخه خوښ وي، چي ممکنه ضايعات او مصرفونه به يې هم ډېر کم وي.
٢-د هيواد د زراعت پياوړتيا له پاره بل مهم فکتور زموږ زراعت ميکانيزه کول دي. د نوري نړۍ په پرتله، زموږ په هيواد کي لا اوس هم زراعت په کلتوري ډول مخته ځي او ميکانيزه سوی نه دئ. د ميکانيزه يا ماشيني زراعت ډېري ګټي دي لکه:
– د زراعت په ميکانيزه کولو سره د محصولاتو د توليد مصرف راکمېږي، نرخ يې کښته کېږي او په نتيجه کي صادراتو ته لاره هوارېږي.
– د عصري او پرمختللو ماشينونو څخه په زراعت کي استفاده کول، هغه دود دئ، چي کروندګر به د عمر له پاره غريب پاته ول او تجاران به يې ميليونران ول، له منځه وړي.
– ميکانيزه يا عصري زراعت، د کروندګرو سره دا مرسته کوي، چي په يو وخت کي هم مهاله څو ډوله نباتات وکري. دا کار حاصلات او عايد څو برابره ډېروي.
– د زراعت په ميکانيزه کولو سره ځکه افغان کروندګر نه بې کاره کېږي، چي موږ الحمد لله پرېمانه مځکي او نوري منابع لرو، چي اضافه کښتونه او باغونه په آباد کړو، چي ښه مثال يې د مځکي د لېول کارۍ ماشينونه دي، چي د اوبو د سپما، اسانه کرهڼي او زيات توليد سبب ګرځي.
٣- د دولت له خوا د زراعتي ملي پاليسي جوړول او د هغه د تطبيق له پاره دوامداره هڅي سرته رسول، ترڅنګ يې د پاکي او مناسبي انرژۍ د سرچينو د موندلو له پاره کار کول، د زراعتي محصولاتو د پرمختيا له پاره د محافظوي زراعت پلان، د زراعت د ميکانيزه کولو ملي پلان، د ستراتيژيکو نباتاتو له پاره ځانګړي طرحي، کرهڼيز تحقيقات سرته رسول، د کروندګرو د پوهاوي له پاره پلان او د پايداري او مؤثري اوبه لګوني له پاره، د اوبو لګوني د مؤثري طرحي آماده کول.
٤- د کښت نوي طريقې  او ميکانيزمونه ترويجول، په شخصي شرکتونو کي د بې کيفيته موادو مخنيوی، کروندګرو ته د آفتونو او په خاص ډول د بېلابېلو انسيکټ سايډونو او نورو زهري دا وو، د جانبي عوارضو په اړه عامه پوهاوی ورکول، د تخمونو د ښه ورايټي ترويجول او داسي نور
 ۵- دولت بيا هم مکلف دئ چي د توليداتو د خوندي او زيات وخت ساتلو لپاره ذخيره خوني يا سټورونه جوړ کړي. د ذخيره خونو د نشت يوه ستونزه داده چي محصولات په لږ وخت کي خرابيږي او سخت اقتصادي زيان اړوي، که کافي ذخيره خوني جوړي سي د محصولاتو د کمبوداتو کنترول او هم د نرخونو کنټرول به په ښه توګه سرته رسېدلی وي همدارنګه د صادراتو په اندازه کي به هم لوړوالی رامنځته سوی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *