تاند- اذربایجان وايي چې د افغانستان د صادراتي مالونو د کانتینرونو کاروان د لاجورد په تاریخي لار دغه هیواد ته ورسېد.

د افغانستان د سوداګري مالونو لومړني تجارتي کاروان تېره اوونۍ له هرات څخه د ولسمشر غني په حضور کې حرکت وکړ او له ترکمنستان څخه د کسپین سمندرګي له لارې اذربایجان ته ورسېد. دا کاروان به له اذربایجان څخه ګورجستان او بیا ترکیې ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې یوه اندازه مال له ترکیې څخه اروپا او یوه هم چین ته واستول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي چې د لاجورد تاریخي لار او نورې ترانزیتي لارې د خپل په وچه کې ایسار هیواد پر مخ پرانیزي څو د خپلو زیاتې غوښتونکو ګاونډیانو له باج غوښتنو خلاص شي.

د اذربایجان د تریند خبری اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په تجارتي کاروان کې کرنیز محصولات شامل دي چې په نړۍ کې یې پېرېدونکي زیات دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *