لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ
تفسیر: د دین په منلو کې زور او زیاتی نشته، ځکه چې دین د انسانانو لپاره پخپله متعارف او ګټه رسونکی دی. یعنې دین پخپله کولای شي د ښو وجوهاتو او د نېکمرغۍ د اسبابو په لرلو سره ځان پر خلکو وپېژني او د دې کار لپاره د تورې او ټوپک کارولو ته اړتیا نه لري. دین د ښو او بدو بېلونکی دی او یو سالم انسان هېڅکله له ښې لارې پرته د ځان لپاره بله لار نه ټاکي او د یوه شخص لپاره د عدالت او ټولنیزو مساواتو تر دې غوره لار بله کومه کېدای شي چې د زورمندانو عبودیت، ظالمانه حاکمیت، ظلمونو، نارواوو او زورواکۍ ته نه ووايي او پرځای یې د الله ج له مهربانۍ ډک عادلانه حاکمیت، عادلانه عبودیت او ټولنیزو مساواتو او عدالت ته مخه کړي.
که چا هم دغه لاسوند ته لاس واچوه نو په حقیقت کې يې یوې مستحکمې کړۍ ته لاس اچولی دی او هېڅکله به له دې کړۍ راونه پرځېږي او ټينګ به پاتې وي.
د پاک او سپېڅلي خدای پورتنی کلام زموږ د اوس وخت د ستونزو د حل لپاره سپینه او ښکاره لار په ډاګه کوي. هغه د زورمندانو، استعمارچیانو، استثمارچیانو، پردیو د جاسوسانو، جنګسالارانو، بلوسیانو، جګړه مارانو، اپورچونستانو او د ناروا د سوداګرانو او منافقانو د واکمنیو او ناروا واکونو د پاللو پای ته رسول او پرځای يې د الهي حاکمیت او ټولنیز عدالت او مساواتو پر بنا د ټولنیز نظام رامنځته کول دي.
شاید دلته یوشمېر کسانو ته پوښتنه راپیدا شي چې له دومره اسلامي متعارفو نومونو له کارولو سره سره چې دولتي رسمي مقامات او یا هم د هغوی مخالفین یې د ځانونو لپاره کاروي بیا هم دې د نظامونو او یا هم ډلو په اسلامیتوب کې شک او تردید موجود وي.
د دې مسالې سپینول ډېر لوی بحث ته اړتیا لري، ځکه چې دلته د نیت او عمل ترمنځ پراخ توپیرونو، له دین څخه مختلفو روایتونو، نیمګړتیاوو او فکري اختلافونو او د یوشمېر ډلو سیاسي غرضونو مسایل پېچلي کړي او له بلې خوا د دغو مسایلو او ستونزو د هواري لپاره په رسمي او اکاډمیک ډول نه کوم کار شوی او نه کومه مرجع ورته موجوده ده.
هغه څه چې جوت دي، هغه دا دي چې هیڅوک نه شي کولای داسې کوم افغان دې له ماشومه نیولې تر کاهله پورې پیدا کړي چې ورته کافر وویلای شي او د اسلام مینوال دې نه وي او اسلام دې پرې همدومره ګران نه وي، څومره چې نور يې د ګرانوالي ادعا کوي.
دا په دې معنا چې له دیني او ان سیاسي پلوه ستونزه په نیتونو کې نشته، بلکې په یوشمېر کړنلارو کې ده چې له شک پرته نیمګړتیاوې لري او د دغو نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره ټوپک کارولو ته اړتیا نشته بلکې اړتیا دا ده چې خلک ورته مټې راونغاړي، د کار او اجتهاد له لارې دغه ستونزې هوارې او ځانونه د نورې نړۍ له ولسونو سره جوګه کړي.
زموږ همېشنۍ ستونزه همدا ده چې په ټوله کې د مسایلو په وړاندې صبر او زغم کم لرو، تل له ستونزو سره په افراط او یا تفریط چلند کوو، نورې لارې نه ازمایوو او د وخت لپاره هم نه په تمه کېږو.
زموږ ټولنه په هره برخه کې ستونزې لري، په ټولنیزه، سیاسي او اقتصادي برخه کې او دغه ستونزې په دومره لوړه کچه دي چې تراوسه ټولنیزو او سیاسي جریانونو یې په وړاندې یولاسوالی نه دی موندلی او د تفرق په پړاو کې دي. د سیاسي جریانونو نیمګړې پوهه او خامي له یوې خوا او د دغو سیاسي جریانونو د نفاق او پاشلتیا له چاپېریاله د نیابتي اغراضو په موخه د ګاونډیانو او نړیوالو ناوړې ګټې پورته کولو له بلې خوا، د ستونزو حل ستونزمن کړی دی. دا په دې معنا نه ده چې زموږ ستونزې دې حل ونه لري، ځکه په طبیعي ډول یوه ټولنیزه ستونزه له خپل حل سره را میدان ته کېږي، خو دا چې دغه حل څومره پلویان لري د مقابل لوري تاثرات(غبرګون) او د ستونزې او بحران ژوروالی په ګوته کوي.
په ټوله کې دا مهال په هېواد کې دوه سیاسي جریانونه مطرح دي، دولت او د هغه مخالفان او دا دواړه جریانونه د ستونزو د هواري لپاره خپل خپل حل لارې هم لري، خو ستونزه دا ده چې دا ستونزې او حل لارې یا له خپل مخالف جریان سره مطرح شوي نه دي او یا ورته د منلو وړ نه دي. د ستونزو په هواري کې طبعیی خبره دا وي چې یا د مقابل لوري وړاندیزونه منل کېږي او یا هم په یوه درېیمه لار هوکړه کېږي. له بده مرغه د دواړو سیاسي جریانونو په اډانه کې او له اډانې بهره یوشمېر ځان غرضو کسانو، ډلو او استخباراتي شبکو ځای نیولی، د یرغملتیا هڅه کوي او نه پرېږدي چې دواړه جریانونه سره نږدې او خپل اختلاف او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
له نېکه مرغه په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې د دولت او مخالفانو ترمنځ منځګړیتوبونه زیات شوي او هیله ده چې دغه هڅې به نتیجه ورکړي. د اختلاف دواړه غاړې باید دې ته پاملرنه وکړي، چې وضعیت او حالات ډېر خراب دي، بهرني ګواښونه او خطرونه د انقراض تر حده رسېدلي او نور د دې وخت تېر شوی چې دوی دې دلخواه چناق مات کړي، باید د خبرو پرمهال دې د سیاسي باورونو پرځای تمرکز پر مذهبي او ولسي باورونو وکړي او له پوره صله رحمه کار واخیستل شي.
د سولې په برخه کې د حزب اسلامي وروستۍ تګلاره او تجربه د ستایلو ده، ځکه د نوموړې سولې په وړاندې ډېر اصطکاکونه رامنځته شول تر څو دا فرصت له دوی واخلي، خو حزب اسلامي له لومړي سره سولې خبرو ته د سولې له هوډ سره کېناست او دغو اصطکاکونو ونه کړای شول دوی له خپل هوډه پرشا کړي او همدا وو چې سوله یې بري ته ورسوله. اوس چې حزب اسلامي د طالبانو او دولت ترمنځ د سولې لپاره منځګړیتوب کوي، نو تر هر څه لومړی ورته په کار دي چې دواړو لورو ته خپله تجربه ور په ګوته کړي او د سولې په اړه د دواړو لورو هوډ واخلي. کله چې د سولې لپاره دغه هوډ رامنځته کېږي، یعنې هر څنګه چې وي ستونزې به په خبرو سره هواروي، نو په حقیقت کې یې د سولې لپاره یو ستر کار ترسره کړی دی. ځکه هوډ کامیابي رامنځته کوي او کامیابي هغه څه دي چې د جګړې دواړه لوري یې غواړي.
له بل پلوه دا هم څرګنده ده چې په هېواد کې د سولې پروسه د یوې ورځې، میاشتې او کال خبره نه ده او کلونو ته اړتیا لري، نو دواړه لوري باید سولې لپاره له پوره زغمه کار واخلي او د اوږدې مودې لپاره ورته پلانونه ولري.
کومې مهمې ستونزې چې د سولې لپاره د خبرو پر مهال مطرح کېدای شي، د واک د مشروعیت بحران، د راتلونکي نظام بڼه، پر نظام د څار د واګیو، قانون د تطبیق او واک د تمثیل مسایل دي، چې باید په پوره روڼوالي سره مطرح شي.
افغان دولت باید په وازو غوږونو دغه خبره واوري او ځان پرې پوه کړي چې تر بلې هرې بدمرغۍ په هېواد کې دولت او ولس ته تر ټولو لویه بدمرغي جنګسالاران او د واک انحصارګران دي او تاریخ ثابته کړې چې دولت هېڅکله له طالبانو پرته پر دوی غلبه نه شي کولای.