تاند- د امریکا متحدو ایالتونو هند په افغانستان کې د خپل ضروري متحد د یادولو په ترڅ کې وویل چې واشنګټن د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په اړه، چې د سوله ییز، ولسواک او باثبات افغانستان سبب شي، له نوي ډیلي سره ورته نظر لري.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هند ته سفر وکړي او د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي پرون په واشنګټن کې وویل: بایډن به له ځان سره نوي ډیلي ته دا پیغام ورسوي چې امریکا په دې باور ده چې د افغانستان د سولې د هر بهیر، چې طالبان پکې شامل وي، اصلي نتیجه باید دا وي چې دا ډله له القاعده سره اړیکې وشلوي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کښېږدي.
په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د دفتر له پرانستلو وروسته هند د دې بهیر په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه. هند ته د اندېښنې تر ټولو لویه مسله دا وه چې د دوحې په پروسه کې پاکستان مهم رول لوبولی و.
د ایکانومیکس ټایمز او انډیا ټایمز ورځپاڼو د راپور له مخې د امریکا د حکومت یوه چارواکي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:د امریکا متحد ایالتونه د سولې د خبرو د نتیجو په برخه کې خورا څرګند دریځ لري، په ټولو معاملو کې به شفاف وي او پر دې مسلې به بایډن له هندي چارواکو سره سلامشورې وکړي.
ده له طالبانو سره د سولې د خبرو پر سر د هند او امریکا د اختلاف په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د افغانستان حالات یا په اصطلاح د سولې بهیر د حکومتونو(هند او امریکا) ترمنځ د خورا نژدې مشورو موضوع ده.»
ده زیاته کړه:«له هند سره په سلامشورو کې دا هم زموږ له نظره ډېره څرګنده ده چې موږ له دوی(هند) سره په دې کې شریک نظر لرو چې موږ د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د یوې داسي پایلې غوښتونکي یو چې د دیموکراتیک، سوله ییز، او باثبات افغانستان سبب شي. او بیا وایم چې د سیمې په سوله او ثبات کې د هند رول خورا مهم دی.»
د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي، چې د نوم یادونه یې نه ده شوې، دغه راز ویلي چې هند د افغانستان د بینادي موسسو او ادرو ملاتړ کوي، په خورا لویه پیمانه د اقتصادي پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او د سولې او ثبات لپاره شرایط برابروي.