تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا جګپوړي دیپلوماتان د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ /مې ۱۸مه/ په اسلام اباد کې غونډه وکړي او په دې باب خبرې وکړي چې د افغانستان د سولې بهیر څرنګه پیل کړي.

دولتي چارواکو او دیپلوماتانو د یکشنبې په ورځ د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل، دا به له کله چې طالبانو په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او ورپسې د افغانستان حکومت له پاکستانه د طالبانو پر ضد د اقدام کولو غوښتنه وکړه، لومړی ځل وي چې څلور اړخیزه غونډه جوړېږي.

څلور اړخیز ګروپ د فبرورۍ په میاست کې په کابل کې په خپله وروستۍ غونډه کې وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړه چې د دوی په پنځمه غونډه کې، چې ټاکل شوې وه، د مارچ په لومړیو کې په اسلام اباد کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د اسلام اباد د روانې اوونۍ غونډه له دې نظره هم مهمه ده چې د افغانستان حکومت ټینګار کاوه چې نور دې پاکستان د طالبانو پر ضد په خپله خاوره کې له ژمنې سره سم اقدام وکړي.

که څه هم دیپلوماتانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې طالبان ګډون کوي یا نه کوي، خو ګومان کېږي چې د افغانستان حکومت ته به کومه شنه اشاره شوې وي.

د طالبانو له لوري د اپریل په نولسمه په کابل کې لویې بمي او انتحاري حملې، چې ۶۴ تنه پکې ووژل شول او تر ۳۵۰ زیات نور ژوبل شول، افغان چارواکي سخت په غوسه کړل او له طالبانو سره سولې ته خوشبیني یې تقریباً پای ته ورسوله.

ولسمشر غني د اپریل په ۲۵مه ملي شورا ته په وینا کې اعلان وکړ چې د طالبانو پر ضد جګړه ورته لومړیتوب لري.

ولسمشر غني له پاکستانه وغوښتل چې نور له خپلې ژمنې سره سم د طالبانو پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان لا هم اصرار کوي چې طالبانو ته دې وخت ورکړای شي چې د سولې خبرو ته تیار شي.

د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان حکومت اوس له څلور اړخیز ګروپه غواړي چې طالبان د یوې غیرمسوولې ډلې په توګه وغندي ځکه چې دوی په ډاګه د سولې د خبرو مخالفت وکړ.

ده همداراز وویل چې څلور اړخیز ګروپ د کابل په غونډه کې د فبرورۍ په میاشت کې پر یوې طرحې موافقه وکړه او افغانستان غواړي چې دا موافقه عملي شي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه پلاوی تېره میاشت (اپریل) د افغانستان د حکومت له نیوکو وروسته پاکستان ته سفر وکړ. که څه هم طالبانو د خپل پلاوي د سفر هدف د طالبانو او پاکستان خپل منځي اړیکې وبللې خو ویل کېږي چې دوی د سولې د پروسې د پیلېدو په اړه خبرې وکړې او په دې توګه یې هڅه وکړه چې د افغانستان غوسه سړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *