تاند- د افغانستان د سولې سرمرکچي وايي، له وسله والو طالبانو سره خبرې به یوې موافقې ته د رسېدو لپاره وروستی چانس وي.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي د پاکستان، امریکا او چین د استازو په حضور کې مخامخ خبرې وکړي.
څلور هیوادونو په خپلو تېرو ۴ غونډو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د لار نقشه یا پلان جوړ کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د سولې د خبرو سرمرکچي حکمت خلیل کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو په درشل کې نن په کابل کې وویل، څلور هیوادونو داسي پلان ترتیب کړی چې د سولې تلپاتې او ګټوره پروسه تضمینوي.
ده چې د سولې د خبرو تر پیلېدو مخکې د پاکستان له یو شمېر خبریالانو او استادانو سره خبرې کولې، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په څلور اړخیزو غونډو کې د پاکستان ژمنې او همکارۍ وستایلې، ویې ویل:
«فکر کوم د سولې دا خبرې به په تېرو دوو یا درو لسیزو کې د دوو هیوادونو او دغه راز د افغانستان او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ وروستی چانس وي.»
حکمت خلیل کرزي وویل، پاکستان د طالبانو پر مشرانو نفوذ او اغېز لري چې له کابل سره یې د سولې خبرو ته کښېنوي او دی هیله لري چې پاکستاني چارواکي به له همدغه نفوذه د هغو عناصرو پر ضد کار واخلي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.
ده په عین حال کې وویل چې دا به په حقیقت ولاړه خبره نه وي چې د سولې له خبرو سمدستي د نتیجې هیله وشي، خو دا به د افغانستان لپاره یو لوی برکت وي چې که دا هلې ځلې د دولت د وسله والو مخالفانو تاوتریخوالی کم کړي.
«زه په دې خبرو کې توقع نه لرم چې موږ به په لومړۍ، دوهمه یا درېمه غونډه کې اوربند وکړو.»
ده د طالبانو په منځ کې اختلافات هم د سولې د ټینګښت د لارې خنډونه وبلل، ویې ویل چې طالبان نور د پخوا په شان یو لاس نه دي.«اوس درې مختلف عناصر شته چې له موږ سره ږغېږي، فکر کوم چې دا زموږ کار لا سختوي. ځکه چې موږ یوازې له یوې خوا سره خبرې نه کوو. موږ له څو جلا ډلو سره خبرې کوو.»
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، هره ډله جګړه کوي او غواړي څو ځان د افغانستان حکومت ته ثابت کړي چې حقیقي تهدید دوی جوړوي او پکار ده چې جدي وګڼل شي.
ده دا هم وویل چې ډېری طالبان د قطر دفتر غړي خپل مشروع استازي بولي. د کرزي په وینا د افغانستان حکومت هم په دې راضي دی چې طالبان د قطر دفتر مني.
Pa yaw hokomat ke che dasi kasan wi che de talib pa num chere che pashton wi pa qatl ye rasawi aw de shpe aw wrazi bamuna aw marmei woregi aw hokomat ke dasi jegpori jangsalaran di che de talib pa num doy de amrika na pa miljardo dallar de talib pa num pa khpalo jebono ke wachawl aw pashton ye pa Guantanamo aw pole charkhi zendanona ke wachawl aw os hm de terrorism pa num de jahan tole ropey toro jebono ta wlegi aw watan os hm kandwala da aw yawazi kabul ke ye yaw so de drogho sarakuna jorkari aw de melat bachayan is hm be watana aw khpl watan ke be kora di aw de pashton pa sar tojarat rawan da, no dasi yaw ahmaq aw bedina ba sok wi che la lewano, gedaro aw speyano aw khro sara ba talib solha wakri????. Tol madani palan, tanzimuna aw shakseyaton pa de ke mashghol di che khpl qaum aw dale ta dallar warasawi aw shargoti aw beldingona jor kri aw mzake ghazb kri aw ya pa enarato ke de melat pa sarmayo matketona wakhli aw familona halta walegi.. no ka dasi watan proshano sara ba talib solha wakri??? Da ba de talib deera ghata terwatana wi aw pa de os tol asli afghanan pohegi che pa dawlat ke tol qatelan aw nast di aw de glo hokomat da…no da solha ba hets kala ranashi