په عامو او رسمي بحثونو کې چې کله د سولې پروسه د سولې خبرې، بیا پخلاینه یا ملي روغه جوړه مطرح کیږي، اکثریت داسی انګیري چې د وسله والو مخالفینو سره سوله کول یا د هغوئ اوربند د افغانستان د امن او ثبات سبب کیږي – خو داسی نده.
د افغانستان د ملي ثبات پنځه بنسټیزې ستنې دي چې د وسله والو مخالفینو پخلا کول يي یو بعد دی. دا پنځه ستنې د ملي سولې او پخلاینې ترڅنګ، ملي اقتصادي ثبات، متوازن ملکي خدمات رسول، سرحدي امنیت او پیاوړی بهرنی سیاست دي.
الف. سوله او پخلاینه:
اوسنی مرکزي دولت چې په شاوخوا پنځوسو ځواکمنو هیوادونو کې دیپلوماتیک ماموریتونه لري او په ملګروملتونو کې پراخ حضور لري، باید د سولې په پروسه کې تر ټولو زیات تمرکز د طالبانو هغو صفوفو ته جلب کړي چې د افغانستان دننه په لمړۍ کرښه کې د دولت ضد جنګیږي او تخریبي فعالیتونه لري. پدې جنګي طالبانو کې اکثریت هغه افغان ځلمیان دي چې د دولت د نه پاملرنې له امله يي ژور ځاني او مالي زیانونه لیدلي او د شخصي کرکې له امله يی د مخالفت وسله په لاس کړې. دوئ ته په مختلفو وسیلو د دولت رسیدل حتمي دنده ده او باید په ټولو ولایتونو کې د محلي طالبانو د مخالفت علتونه، غوښتنې او ضرورته معلوم کړي او په هر امکان چې کیږي، قناعت ورکړي چې د بیرون ملکي احکامو له تطبیق لاس واخلي.
ب. ملي اقتصاد:
د ملي اقتصاد هدف دادی چې د ملي عوایدو ترلاسه کولو ته د راتلونکو پنځه کلونو دپاره یو قوي ټیم وګمارل شي ترڅو د ماليې وزارت د هیات په مشرۍ او د اړوندونو وزارتونو د استازو په ګډون، د کورنیوچارو وزارت، ملي امنیت او دفاع وزارت اجرایې ځواک ځانګړي قطعات يي د احکامو د اجرا مسؤلیت ولري. راټول شوي عواید په متوازن ډول په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې په بیړنیو خدماتي لګښتونو لکه معاشونه، ماکولات، ارزاق، کرهڼیزې ودې، کورنۍ سوداګرۍ او د لمړیو اړینو موادو په ذخیرې مصرف شي. بله برخه يي په هر ولایت کې په ملي او محلي پروژو مصرف شي. په ټولو ملي پروژو کې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو د تجربو استفاده وشي او په محلي پروژو کې دی د سیمې خلکو ته د کار کولو شرایط مساعد کړې شي.
ت. متوازن خدمات:
تر ۲۰۱۵ کاله پورې د افغانستان شاوخوا ۱۷ ولایتونه د جګړې په میدان بدل شوي وو او اکثریت ولسوالۍ چې نفوس يی په تخمیني ډول تر څوارلس میلیونه رسیدو، د دولتي او ملي خدماتو محروم پاتې شوي وو. تر ۲۰۱۵ وروسته ورته توجه وشوه خو لاهم د ملي خدماتو محروم ولسونه د کال دننه په خپلو سیمو کې د نا امنۍ او بی ثباتۍ شاهدان دي، ځکه د دولت تر پوره کنترول لاندې ندي او محلي زورواکي، بیروني تحمیل شوی یاغیتوب او حتی د بهرنیوځواکونو په مرسته هوایي بمبارد او ځمکني عملیات يي د هراړخیزه خدماتو نه رسیدو او حتی د دولت سره د پریکون سبب شوی دی. مرکزي دولت مکلفیت او مسؤلیت لري چې د جګړو اسیب پذیره سیمو کې ملکي خدمات لکه، تعلیمي، صحي، زراعتي، اداري، برښنایي، بانکي، تجارتي، تخنیکي، آب رساني، عسکري، امنیتي، شهرسازي او محلي استخباراتي ادارې پیاوړې کړي او د تماس قوي شبکې فعاله کړي چې د سیمې خلکو راتلونکې ته ځان مسؤل او په دولت کې سهیم وګڼي.
ث. سرحدي امنیت:
د افغانستان اوسني سرحدونه (رسمي او غیررسمي) ځکه د افغانستان د هراړخیزه بی ثباتۍ او حتی د جګړو او نفاق سبب شوی چې د بهرنۍ لاس وهنې، تخریبي کړنو، چاودونو، غیرقانوني موادو په واردولو، اختطافونو، مخدره موادو او غیر قانوني وسلو د قاچاق، د اسانه مهاجرت، د غیرقانوني پیسو په واردولو او د ملي شتمنیو ویستل له همدې سرحدونو کیږي. ترټولو زیان رسوونکی سرحد د ډیورند ۲۶۰۰ کیلومتره کرښه ده چې اکثریت انتحاريان، مسلح ګروپونه او نظامي مهمات پرې افغانستان ته تیریږي او د ملي بی ثباتۍ اصلي عامل بلل کیږي. په لویدیځ او شمالي سرحدونو کې د افغانستان ملي شتمني په غیرقانوني ډول بهر ته ځي او ګمرکي عواید يي په سلو کې تر لسو فیصدو هم نه ترلاسه کیږي.
د اقتصادي سرچینو په توګه، د تورخم، حیرتان، سپین بولدک او قلات بندرونه د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان بین المللي دروازې بلل کیږي، خو د محلي زورواکو د بیروني ملاتړ په وجهې، مرکزي دولت تری تر ۲۰۱۵ پورې پنځه سلنه عاید نشو غوښتلی، برعکس د همدغه څلورو حوزو نه به د زورواکو لخوا د مرکزي دولت د ړنګیدو او په مقابل کې یي د مسلح قیام کولو ګواښونه کیدل. د ملي دفاع وزارت د موجوده قطعاتو ترڅنګ، د ملي امنیت او په راس کې يي د کورنیوچارو د وزارت سرحدي ځواکونه باید ټوله قوه لمړی په شرقي، جنوبي، غربي او وروسته شمالي سرحدونو ته سوق کړي. پدې سره د میلونونو ډالرو هغه سوداګري چې نن په پټه د لرګو، او نورو خامو موادو لکه ماربل (ډبرو) او زراعتي برخې ضایع کیږي، مخنوی کیدلی شي، دویم د اقتصادي خلاصو سرچینو عواید مرکزي او محلي ولایتونو ته ساتل کیدلی شي چې د ملي عوایدو په ډیریدو کې تر نورو ټولو منابعو لوړه برخه له همدې ګمرکاتو ترلاسه کیدلی شي.
ج. بهرنی سیاست:
د سولې روانې خبرې او پروسه په مجموعي ډول په مرکزي آسیا کې د هرهیواد د ملي ګټو د خوندي کولو په یو ابزار بدله شوې. لویه نښه يي په افغانسان کې د شلو ډیرو تروریستي ډلو شتون دی. که دقت وکړئ د سولې په پروسه کې فعلآ تر اته هیوادونو زیات دخیل شوي او د دولت مسلح افراد په اونۍ کې (حدل اقل د راپورونو له مخې) د یو هیواد له دولتونو سره پټې ناستې او مجلسونه کوي. د طالبانو ښکاره او حتی یوازنۍ غوښتنه چې جګړه به پری بندوي، د امریکایانو سره مخامخ خبرې او د بهرنیوځواکونو بی شرط و قیده وتل بلل کیدل. خو ولیدل شوو چې د امریکایانو سره د څو ځلي مخامخ خبرو سره بیاهم کومې نتیجې ته ونه رسیدل او افغان ولس يي ځاني او مالي زیان ګالي. پس ښکاري چې د افغانستان دننه د موجوده بی ثباتۍ اصلي عامل بهرنی دی او سیمه ایز قدرتونه د خپلو راتلونکو ګټو د ساتلو په نیت د طالبانو یا بل هرډول نوم سره د بی ثباتۍ دوام غواړي او د افغانستان دننه د ټیټې کچې طالبان د خپلې خوښې رهبرۍ په اطاعت کې ساتي ترڅو د خپل هیواد ملي ګټې پري ترلاسه کړي.
پدې صورت کې د افغانستان دولت داسی یو بهرني سیاست ته اړتیا لري چې لمړی د کور دننه مختلف تنظیمونه او د هغوئ مخکښه غړي چې د تیرو دیرشو یا څلویښتو کلونو راهیسې يي د بهرنیو استخباراتو په مادي امکاناتو د افغانستان د دولتونو ضد جګړې کولې، بی صلاحیته او تر جدي څار لاندی ونیسي. دویم د یوې منظمې او دایمې تګلارې په توګه د ټولو هیوادونو – د ایران او پاکستان سره په خاص ډول – د څرګندو روابطو سرې کرښې معلومې کړي ترڅو په دواړو هیوادونو کې میشت میلیونونه افغان مهاجرین د جګړې د کومې وسیلې په توګه د افغانانو پرضد ونه کاروي او د افغان دولت ضد عناصرو کې خپل اتباع د افغان جنګیالیو په نوم جګړو او حتی انتحاري حملو ته جلب و جزب نکړي. دا د افغانستان د دولت لمړی مسؤلیت دی چې د نظام د سقوط او ولس ته زیان رسیدو لمړني خطرونه تشخیص او په ټولو امکاناتو د داسی خطرونو د مخنوي او حتی خنثی کولو اقدام وکړي.
د مرکزي دولت لخوا د څرګند او یو واضح بهرني سیاست تر څنګ، امنیتي ارګانونه د خپلو علماؤ، متخصصینو، کدرونو او ملي ګټو د دفاع او خوندي کولو لپاره باید ځانګړې پاملرنه وکړي. همدا ذکر شوی قشر باید دومره د جدي پاملرنې او ساتنې لاندې ونیول شي چې ګاونډیو هیوادونو ته د هغوئ صحي او سیاحتی سفرونه محدود او احتمالي زیانونه يي ورته تشریح کړي. په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې، چې اوس په اکثرو کې يي په ملي هویت او ملي تاریخي ګټو او فرهنګي میراثونو کې خپلمنځي اختلاف شته، حل او په یو قاطع او ملي سیاست استخدام وکړي. ټولو سفیرانو، قونسلرانو او په سفارتونو کې سیاسي سکرترانو ته اجازه ورکړي یا تشویق يي کړي چې په نړیوالو رسنیو کې د خپل وزارت او دولت ملي سیاستونه په پراخه کچه تر بحث لاندې ونیسي او د افغانستان د وحدت او ملي ګټو اساسي تفسیرونه وکړي.
دا پنځه پروسې همزمانه پاملرنه او متعهد کار کول غواړي چې کیدلی شي لویه برخه يي تر غور لاندې نیول شوي اوسي، خو د تطبیق نتایج يی تراوسه نه ترسترګو کیږي او ډاډه یم چې په تطبیق به يي ولس د یو ریښتیني، سمسور او باوقاره افغانستان شاهد وي.
سلام
سید سلیمان آشنا ما ستا مصاحبہ لہ عمر داؤد زی سرہ د سولی پہ برخہ کی واوریدہ خو لہ دی مخکی راخم د احمد سیر ضیا پوشتنو تہ چی د پوجنے وزارت د نشراتو لہ ریس نہ یی وکری دیر منطقی او دیر پر خای آفرین زہ ھغہ تہ د یو اوچت خبریال کریدت ورکوی
د غزنی ولایت پہ لسو ولسوالیو کی پہ خو کلونو کی یوہ جلی فارغ شوی چی د انسان سوچ خراب وی
مشت نمونہ خروار
دپوھنی وزیر ، معین، ریس، مدیر ، سر معلم،کاتب او زیر کاتب دا تول لکہ د شورا غری پہ شور او خوگ چیغی او ناری وھی چی جگرہ استخباراتی دہ یارہ تہ خہ کوی؟
تا دیرو پہ زرہ پوری تکو تہ گوتہ نیولی خو دلتہ اوبہ لہ سری خری دی ۔ کرکیچ او لانجہ پہ کور کی دہ کلہ چی مشکل پہ کورکی وی تہ خنگہ گا وندیو او بھرنیو سرہ دپلوماسی کاروی؟
وایی چی خدای (ج) چا نہ دی لیدلی خو پہ قدرتو یی پیزنی
پہ کابل دوہ نومی اود اللہ سولی پروسہ ناممکن بولی او پہ اسلام آباد کی داؤدز ی وایی چہ د ۲۰۱۹ کال د سولی کال دی چہ تاتہ یی زیری درکر نن رسنیو کی داؤد ی وایی چی امریکی تہ موز اجازہ ورکرہ چی د سولی پہ ھکلہ لہ طالبانو سرہ خبری وکری ھاھا ۔۔۔۔۔۔۔
اصلی ستونزہ دادہ چی دیر بی مسلکہ خلک د مسلکی خلکو پر خای گ مارک شوی او شخصی،تنظیمی او انتخابی دی چی دا خلک دسولی لپار کار نشی کولای او نہ یی سولہ پہ گتہ دہ داغت القاب دوی پہ خوب کی ھم نہ لیدل۔
داد فساد یوہ سترہ برخہ دہ چی پہ خلورو لسیزو کی زموز لہ فرھنگ حذف نہ شو
مبایل کی زہ پشتو توری نہ لرم