تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د افغانستان د سولې کور په نوم یو بنسټ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات ګونګ بللي دي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، نه یوازې افغان جګړه پېچلتیاوې لري، بلک د سولې پروسه هم مرموزه او پېچلې روانه ده چې د ماتې امکانات یې هم ډېر دي.
په اعلامیه کې راغلي، امریکا له طالبانو سره ۹ پړاوه مذاکرات د یو امریکایي سرتېري د وژل کېدو کبله ودرول، خو اوس چې دا مذاکرات بیا پیل شول، په شپږمه ورځ بېرته له همغه سرنوشت سره مخ شول.
یاد بنسټ اندېښنه ښودلې چې پر بګرام نظامي اډه وروستی برید دا ښيي چې طالبان په سوله باور نه لري.
په اعلامیه کې راغلي چې د سولې لپاره هڅې دي، خو دا هڅې هیڅکله د امریکا، افغان حکومت او سیاسي جریانونو تر منځ همغږې نه شوې، چې له دې امله راپورته شویو پیچلتیاو او په افغان سولې پروسه کې د نورو هېوادونو ښکاره لاسوهنو د ولس اندېښنه زیاته کړې ده.
د افغانستان د سولې کور بنسټ همدا راز په اعلامیه کې د ټولو لوریو تر منځ د باور جوړونې لپاره اوربند مهم بللی دی او ټینګار یې کړی چې طالب بندیان باید د عدالت د تحکیم او قضائیه قوې د حکم له مخې ازاد شي.
دغه بنسټ سوله یو ملي هدف او پروګرام بللی چې په وینا یې دا بهیر باید د سیاسي غوښتنو او تمایلاتو ښکار نه شي، بلکې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې په یو ټول منلي پلاوي ټینګار کړی دی.