بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۷) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۸\ ۱۳۹۴
ودان افغانستان ګوند د هیواد په داخل و خارج کې ټولو پر خپلواکۍ مینو پتمنو افغانانو ته د ګران افغانستان د پرتمینې خپلواکۍ د ۹۶- یمې کلېزې مبارکې د آزادۍ په سرشاره روحیه سره وړاندې کوي.
سرلوړو او شریفو افغانانو!
زموږ و ستاسو غازي پلرو و نیکو چې زموږ د تاریخي او همېشه آزاد هیواد د شرف و وقار ساتنې له پاره د ځوان روشنفکر اعلیحضرت امان الله شاه غازي په مدبرانه او جرئتمندانه مشرۍ سره د انګرېز تجاوز پر ضد کومې سپیڅلې وینې توی کړې او په بدل کې یې د یو مستقل افغانستان کورنۍ و باندنۍ عظیم الشانه خپلواکې تر لاسه او تضمین کړه نو د هغو مقدسو وینو انعکاسات موږ هر ماښام د لمر په غروب کې د هسک پر سینهپه عاشقانه نظرسره مشاهده کوو او هره ورځ د همدغه لمر په طلوع کې د ملي عشق له پیام سره د روښانتیا و ویښتیا بې مثال او لا زوال درس راکوي؛ نن موږ د دغو وینو تقدس او جوهر لمانځو او آسمان مو هم دغې شاندارې لمانځنې ته د تعظیم سلام کوي.
هغوی چې د افغانستان د خپلواکۍ په باب د افغان انسان په شعور کې د شکوکو او شبهاتو تشویشونه پاشي نو هغوی خپله مشکوک دي، د هغوی هویت مشکوک دی، د هغوی ماهیت مشکوک دی او د هغوی شخصیت مشکوک دی، دوی بې شرمه تلاښ کوي چې زموږ د نسل په سر کې د آزادۍ د محبت بڅرکي مړه کاندي مګر دا د فطرت د ماهیت او زمان د تقاضا ضد کوښښ دی چې هيڅکله به د دوی پر جاهلانه، پردیپالو او ملي- دښمنه غوښتنو منتج نه شي.
موږ شک نه لرو چې زموږ نژدې څلور لسیزې جنګځپلی هیواد نن هم د ګاونډیو او پردیو د ناوړو سیاستو په سرو لمبو کې کبابېږي او دا کار هم زموږ د وطن د ابۍ د زامنو په لاس، د هغوی د پرېولي او ترور کړی مغز په سبب سر ته رسوي مګر زمانه خپله وظیفه نه ضایع کوي، د وطنبې هدفه او لټ وګړي په نېستۍ محکوموي، کږو بارونو ته د منزل پر خوا د رسېدو اجازه نه ورکوي او د مزله په مسیر کې یې پر بل مخ اړوي خود متعهدو او هدفمنو مبارزانو له پاره د سترو ملي- انساني موخو معراج ته د رسېدو پر لور لار پرانیزي.
۹۶- کاله وړاندې د مشروطیت عاشقانو د ذهني رڼا لار په خوله ورکړه او د وطن د عظمت پر شمع یې خپل وزرونه وترپول او وسوځول چې نتېجه یې د زلمي اعلیحضرت امان الله شاه غازي په رهبري د افغانستان سیاسي استقلال او د تمدن و ماډرنیزم پر مسیر ور سیخېده شوه؛ په دوی پسې دغه له افتخاراتو جوړه لار د ویښو زلمیانو د ویښ شعور په برکت وپالل شوه او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ملي عشق د یوه بل فصل مشال ولګېد او د خپلواکۍ د مدرسې په نصاب کې یو بل چیپټر ور زیات شو، داسې چیپټر چې نن یې یو وار بیا زمانې د ودان افغانستان ګوند په فکري- سیاسي مکتب کې د ځوان افغان نسل د ښوونې و روزنې په اراده د تدریس مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
پر همدې اساس زموږ ګوند د افغانستان د سیاسي استقلال لمانځنه دا مهال تر بل هر وخت کلک فرض عین بولي او که چا بیخې لار ورکه کړې وي او هيڅ وطني هدف و نه لري خو د دغسې ویاړنې ارمان ورسره وي نو دا لار د ودان افغانستان لار ده او د ټولو وطنپرستو، رڼاپالونکو او جهالت ځپونکو پر مخ د ابد تر بریده پرانیستې ده.
زموږ په وجود کې وینه نه بهیري بلکې زموږ زړونه زموږ هستۍ ته د آزادۍ مینه ور پمپوي.
زموږ په کالبوت کې د خپلواکۍ د عشق پاک اور بل دی او زموږ په کوپړیو کې د ذهني رڼا حرارت تاويږي- راتاویږي.
زموږ په مغزوکې د فکري ویښتیا اختریزه هنګامه جوړه ده.
او زموږ د وجود ذره- ذره د تحرک او تکامل مسیحایې ترانې وایي.
څوک څه پوهېږي چې خپلواکې داسې هم لمانځل کېدای شي!
خو د آزادۍ ورځ باید دغسې تجلیل شي،
او ودان افغانستان ګوند د افغانستان د سیاسي استقلال ۹۶- یمه کلېزه په دا رنګه شان سره لمانځي!
مخ په وړاندې د رڼا او ودان افغانستان پر خوا!!
بریا زموږ ده!!!
ودان افغانستان ګوند
مرکزې کومېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۴-۵-۲۸