تاند- د نړیوالو بحرانونو ډلې د افغانستان د سیاسی ګوندونو په اړه په یوه راپور کې له ګوندونو غوښتي چې د ولسمشر کرزي د ماموریت په وروستیو میاشتو کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره په خپلو منډو ترړو کنټرول ولري.
دې ډلې د وړو ګوندونو د حذفولو لپاره د حکومت د هڅو د مخنیوي غوښتنه کړې او د افغانستان حکومت ته یې وریاده کړې چې د ګڼ ګوندیز سیستم په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د نړیوالو بحرانونو ډلې په خپل راپور کې، چې عنوان یې دی، د افغانستان ګوندونه د انتقال په حال کې دي، ویلي چې د افغانستان د سیاسي ګوندونو پرمختګ د انتخاباتي قوانینو او په قومي بنیاد د وېشل شوي سیاست له کبله ورو دی، خو له دې سره سره له وسله والو ډلو په سیاسي ګوندونو د بدلېدو په لور روان دی. دې ډلې جمعیت، جنیش، حزب اسلامي، اتحاد اسلامي او وحدت ګوندونو ته په اشارې دا خبره کړې چې د جګړې لپاره رامنځته شول او تر وروستیو پوري جنګي تنظیمونه ول.

د نړیوالو بحرانونو د ډلې په وینا د افغانستان ګوندونه به نوې خپله کړې بڼه د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او د ۲۰۱۵ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې وازمويي.

د نړیوالو بحرانونو د ډلې په راپور کې ویل شوي، دې ته په پام سره چې د افغانستان اوسني حکومت خبرداری ورکړی چې د ګڼو ګوندونو د فعالیت جوازونه به واخلي او د سیاسي ګوندونو پر فعالیت به سخت مقررات وضع کړي لا هم د وړو او نویو تشکیل شویو ګوندونو په لار کې ډېر خنډونه شته.

د دې ډلې په وینا د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې سیاسي سیستم ته سخت ګوزار ورکولی شي ځکه چې د ګوندونو د شمېر د کمولو لپاره د حکومت هڅې کېدای شي نرم دریځي سیاسي غورځنګونه او د ځوانانو نوي رابوټېدلي خوځښنتونه له فعالیته وغورځوي او د رای ورکوونکو انتخاب یوازې په لویو تنظیمونو یا د مجاهدینو په پخوانیو ګوندونو پوري محدود کړي.

د بحران نړیواله ډله نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کوي چې د ګڼ ګوندیز سیاست د ودې او ملاتړ لپاره له حکومت سره خپلې مالي مرستې مشروطې کړي.

په راپور کې یادونه شوې، ځیني ګوندونه چې د افغانستان په شمال کې ملېشه لري، مظاهرو ته خپل پلویان تیاروي چې د دوی دا کار په تاوتریخوالي اوښتی شي.

دا هڅه په داسي وخت کې کېږي چې اصلي یا لوی لوبغاړي تر انتخاباتو مخکې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د چوکۍ پر سر د خبرو لپاره خپل قدرت نندارې ته وړاندې کوي.

ملي جنبش، حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په انتخاباتي قوانینو او مقرراتو کې د اصلاحاتو لپاره په خپل منځ کې بې ساری یووالی ښيي.

د نړیوالو بحرانونو ډله وايي چې د افغانستان په سیاسي سیستم کې هر راز ژور خنډ به وسله والې بلوا ته لاره اواره کړي.

راپور وايي که د ولسمشرۍ او ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په شان د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې درغلي وشوه د دغو انتخاباتو په نتیجه کې ګټونکی به له اعتبار او مشروعیته بې برخې وي.
دا ډله وايي، چې داسي نه ښکاري چې طالبان دې د سیاسي ګوند جوړولو ته تیار وي. د بحران نړیواله ډله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستنه یو ګام پر مخ بولي خو وايي داسي نه ښکاري چې طالبان دې په سیاسي صحنه یا انتخاباتو کې د ګډون تابیا ولري.

2 thoughts on “د افغانستان د سیاسي ګوندونو د رول په اړه د نړیوالو بحرانونو د ډلې راپور”
  1. ټول جنګي جنابتکارې ډلې په سیاسې ډولو بدلیګي نو د خائینانو څخه به څوک پوښتنه وکړي چې د ملت وینې مو ولې وبیولې. تش یوازې د سیاسې قدرت لپاره مو ملت تباه او برباد کړ خدای دې د هر یو شهید چې د اسلام په نامه مو جګړه ته هڅولي او خپله مزې او چړچې کوئ در څخه پوښتنه وکړي او دا ورځ راتلوکې ده انشاالله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *